د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او مرکل پر افغانستان خبرې وکړې


د ټرمپ په مشرۍ کې دا اول ځل دی چې انکلا مرکل امریکا ته راځي
د ټرمپ په مشرۍ کې دا اول ځل دی چې انکلا مرکل امریکا ته راځي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ او د جرمني صدراعظمه انکلا مرکل په سپینه ماڼۍ کې په لومړي ځل په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې وکړې.

په خبري کنفرانس د مختلفو موضوعگانو په اړه د خبرو په ترکې دواړو مشرانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د روان ماموریت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې د جرمني ځواکونو ماموریت او رول وستایه او په درناوي یې د جرمني د هغو ۵۰ سرتیرو او پوځیانو یادونه یې وکړه چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

ښاغلي ټرمپ مېرمن مېرکل وستایله چې په افغانستان او د افغانستان نه د باندې یې د ناټو د ماموریت او هڅو ننګه کړې ده.

انکلا مرکل هم وویل چې له ولسمشر ټرمپ سره په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د موجودیت او ماموریت په اړه خبرې کړې دي خو په اړه یې ډېر جزییات ورنکړل.

د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته جرمني لسګونه زره سرتېري افغانستان ته واستول او په بلخ ولایت کې یې دیره کړل.

دا مهال په افغانستان کې د امریکا او جرمني لسګونه زره عسکر د ناټو په چوکاټ کې فعالیت کوي. د دوی مهمه دنده د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې د افغان ځواکونو روزل، تجهیزول او سلا مشورې ورکول دي.

د امریکا او جرمني مشترکې ګډې

دواړه مشرانو وویل چې واشنګټن او برلین په ډېرو برخو کې مشترګې ګټې لري او د یو بل ښه ملګري دي. دوی وویل چې د نړیوالو اړیکو، سولې او اقتصادي برخو کې یې خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د امریکا او جرمني شرکتونه به په ګډه کار کوي او مسلکي کسان به روزي چې کاري ظرفیتونه لوړ شي. مېرمن مرکل امریکا خپله ښه اقتصادي ملګرې وبلله.

انکلا مرکل وویل چې ناټو د ټولو لپاره یو مهم سازمان دی او جرمني به له دغه سازمان سره خپله مالي ونډه زیاتوي.

ولسمشر ټرمپ په اوکراین او ځینو نورو سیمو کې د جرمني فعالیت او رول وستایه او ژمنه یې وکړه چې دواړه هېوادونه به ښه ملګري وي.

جمهور رئیس ټرمپ د جرمني سره د سوداگریزو ټرونونه موضوع هم یاده کړه او ویې ویل چې د دواړو خواو استازي په دې موضوع جدي کار کوي او ډاډه دی چې دا به د دواړو خواو لپاره برابرې او ښه نتیجې ولري.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د کډوالو منل یو امتیاز دی او حق دی خو وویل چې زموږ د خلکو امنیت تر هر څه مهم دی.

انکلا مېرکل داسې مهال په سپینې ماڼۍ کې له ښاغلي ټرمپ سره په ګډه خبریالانو ته خبرې وکړې، چې تر دې مخکې ښاغلي ټرمپ د هغې د کډوالو پر تګلارې کلکې نیوکې کړې وې.

همدغه راز ښاغلي ټرمپ د اروپايي هېوادونو څخه په کلکه غوښتي وو چې په ناټو کې خپله مالي ونډه زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG