د لاس رسي وړ اتصالات

دوبۍ کې پولیسو د سپېنې ماڼۍ انټرنیټي غله نیولي


انټرنټي غلو د سپینې ماڼۍ د چارواکو له ایمیلونو څخه مهم پټ معلومات غلا کړي

په متحدو عربو اماراتو کې دولتي مطبوعات وايي چې پولیسو د انټرنټي غلو هغه ډله نیولې چې د سپینې ماڼۍ د پنځو کارکوونکو پر کمپوټرونو یې سایبري برید کړی و.

د دوبۍ پولیس وايي هغه "افریقايي ډله" یې نیولې ده چې د سپینې ماڼۍ د پنځو امریکايي چارواکو ایمیلونو ته ننوتې، مهم او پټ معلومات یې غلا کړي دي.

پولیسو ویلي غلو غوښتل له دې لارې دغه چارواکي "بلک میل" کړي او یوه رسوایي جوړه کړي.

د پولیسو یو چارواکي سعود الخالد ویلي چې له دغې پېښې وروسته امریکا د دوبۍ له پولیسو د مرستې غوښتنه وکړه.

نوموړي ویلي چې پولیسو له تحقیقاتو وروسته درې مشکوک کسان په عجمان کې په یوه اپارتمان کې ونیول.

د دغو مشکوکو انټرنټي غلو د نیولو خبره داسې مهال کیږي چې لا هم په امریکا کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د سایبري مداخلې په اړه تاوده بحثونه کیږي.

XS
SM
MD
LG