د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي ځواکونه د حقاني شبکې په غړو پسې ګرځي


بهرني ځواکونه وايي د حقاني شبکه په کابل او دریو نورو ښارونو کې دبریدونو پلانونه جوړوي.
بهرني ځواکونه وايي د حقاني شبکه په کابل او دریو نورو ښارونو کې دبریدونو پلانونه جوړوي.

په افغانستان کې د امریکا ځانګړو ځواکونو د یو شمېر کسانو چې دغه ځواکونه یې "د حقاني شبکې غړي " بولي، نومونه اعلان کړي او له خلکو یې غوښتي، چې د هغوی په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

د دغو ځواکونو په اعلامیې کې راغلي "د حقاني شبکې او طالبانو ډلې هغه یاغیان پېژندل شوي، چې په پروان، خوست، کابل او لوګر کې پر افغانانو د بریدونو پلان جوړوي."

اعلامیه وايي چې د دغې ډلې درې کسان په پروان، دوه په خوست، یو په کابل او بل یې په لوګر کې د بریدونو پلانونه جوړوي.

د قاطع ماموریت خبرپاڼه وايي که هر څوک د دغو کسانو او یا د هغو د ځای ځایکي په اړه معلومات لري، له هغوی سره دې اړیکه ونیسي، په اعلامیې کې د اړیکې شمېره هم خپره شوې ده، خو د ا نه دي ویل شوي، چې دغه کسان د څه ډول بریدونو پلانونه نیسي او دا چې دغه کساان ټول افغانان دي که بهرنیان هم په کې شته .

د حقاني شبکه یوه خطرناکه شبکه یادیږي، چې پر افغان حکومت او بهرنیانو باندې د قوي او پیچلیو بریدونو او سلګونو افغانانو په وژلو تورنه ده.

نړیوال ځواکونه دا اعلان داسې مهال کوي، چې همدا څو ورځې مخکې په کابل کې د طالبانو په یو برید کې شاوخوا ۷۰ تنه ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول. له دغه برید وروسته ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ افغان ځواکونو ته امر وکړ، چې پر طالبانو ساحه تنګه کړي، مورچلونه یې بمبار کړي او ویې وژني.

XS
SM
MD
LG