د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د خپل استقلال ورځ لمانځي


امریکا ۲۴۰ کاله مخکې له برتانیا نه خپله ازادي واخیسته

امریکا ۲۴۰ کاله مخکې له برتانیا نه خپله ازادي واخیسته

د جولاۍ څلورمه نېټه د امریکا د استقلال ورځ ده. دغه ورځ په ټولې امریکا کې عمومي رخصتي وي او نژدې په هر ښار کې یې د ازادۍ او استقلال جشنونه، میلې او غونډې کیږي.

په واشنګټن ډي سي کې په سپینې ماڼې کې ولسمشر اوباما یو شمېر متقاعد پوځیان او د هغوی کورنۍ د ماښام د ډوډۍ لپاره رابللي دي، چې دوه مشهور سندرغاړې کېندریک لامر او جنیل مونی به هم په کې کنسرت ورکوي.

په همدې ماښام د ښار په نشنل مال کې د اور لوبې نندارې هم وړاندې کیږي چې زرګونه کسان یې لیدو ته راټولیږي.

تر سپينې ماڼۍ لږ وراخوا د امریکا په ملي ارشیف کې د متحدو ایالتونو د استقلال اعلامیه خوندي ده، پخواني ولسمشر توماز جیفرسن دغه اعلامیه ولیکله چې کانګرس بیا د ۱۷۷۶ کال د جولاۍ په څلورمه تصویب کړه.

د استقلال په اعلامیه کې راغلي "ټول انسانان سره برابر دي او خالق ټولو ته یو ډول مشخص او برابر حقونه ورکړي، چې ژوند، ازادي او خوشحالي په کې شامل دي."

په اعلامیه کې همدغه راز د برتانیا پر پخواني پاچا، جورج، کلکه نیوکه شوې ده چې یو جابر سړی و او د امریکا په استعمار شویو سیمو کې به یې له خلکو سره ښه چال چلند نه کاوه او د هغوی ګټې او خوشحالي به یې تل له پامه غورځولې.

د ښاغلي جیفرسن په اعلامیه کې دا خبره هم راغلې چې یرغلګرو برتانوي ځواکونو به په نیول شویو سیمو کې ډېر سرتیري ځای پر ځای کول او له نورې نړۍ سره به یې د دغو سیمو د تجارت او راکړې ورکړې ټولې لارې تړلې.

د امریکا د استقلال په ورځ یو بل کار دا وي، چې په ملي ارشیف کې د استقلال اعلامیه لوستل کیږي؛ د اعلامیې له لوستلو وروسته خلک د اساسي قانون څلور لارې ته ځي او بیا د امریکا د لومړي ولسمشر جورج واشنګټن د یاد څلي په ځای کې راغونډیږي او په دې سره په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د استقلال د ورځې رسمي مراسم هم ختمیږي.

XS
SM
MD
LG