د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د سعودي د وليعهد د مرستیال سره وکتل


د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د سعودي عربستان د وليعهد د مرستیال محمد بن سلمان سره پرون د سه شنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې ملاقات وکړ. هغوي په دغه ملاقات کې د دواړو ملکونو تر منځ په اقتصادي اړیکو او په سوریې کې د جنگ په ختمولو خبري وکړی.

دا د دواړو ملکونو د دغو مشرانو لومړې ملاقات دی. دواړو مشرانو په دغه ملاقات کې په خاصه توگه د تیلو په تجارت او نورو اقتصادي مسئلو خبري وکړی.

دواړو مشرانو په دغه ملاقات کی د یمن په جگړې هم خبري کړي. د یادوني وړ ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو هلته د حوثی یاغیانو په خلاف په جنگ کې لا کامیابي نده ترلاسه کړي. په دی برسیره دغه دواړه مشران د اسلامي دولت د ډلې په خلاف په مبارزې کې په همکارۍ هم وغږیدل.

عربي ملکونه د ولسمشر ټرمپ د مشرۍ نه هیله لري. سعودي عربستان، ټرمپ په سیمه کې د سعودي مهم ستراتیجک متحد گڼي چې د ایران په خلاف به د هغوي ملگرتیا کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې سعودي عربستان د اوباما د ولسمشرۍ د دورې په ختمیدو ځکه خوښ وو چې اوباما د ایران سره د اړیکو سمولو لپاره د اتومي وسلو په سر موافقه لاسلیک کړي وه.

د امریکا یوې سرچینې د نوم نه ښودولو په شرط امریکا غږ ته وئیلي دي چې د دواړ مشرانو د ملاقات مهم ټکې په امریکا کې د سعودي عربستان پانگه اچونه ده چې دا به د امریکا د ولسمشر خلکو ته د کارونو پیدا کولو د ژمنې سره مرسته وکړي.

په دغه غونډه کې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پینس، د ټرمپ مشاور جیرډ کشنر ( چې د ټرمپ زوم هم دی ) او سټیو بینن هم حاضر وو.

XS
SM
MD
LG