د لاس رسي وړ اتصالات

عرب مشران د ټرمپ د ملاتړ ترلاسه کولو هڅې کوي


په غونډه کې به د سوریې څوکۍ تشه وي
په غونډه کې به د سوریې څوکۍ تشه وي

د عربي هېوادونو مشران دا اونۍ د یو مشترک دریځ د خپلولو او د ولسمشر ټرمپ د ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه خپله کلنۍ غونډه کوي.

دوی په داسې وخت کې سره ټولیږي چې ښاغلی ټرمپ په منځني ختیځ کې د روان کړکیچ په اړه د خپلې تګلارې په جوړولو بوخت دی.

د اردن پاچا عبدالله د دغې غونډې مشري کوي، خو د سعودي عربستان پاچا سلمان، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د فلسطیني د خپلواکې ادارې مشر محممود عباس، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازی ستیفن دی مستورا، د امریکا او د روسیې استازي هم په غونډه کې ګډون کوي.

دا غونډه د مارچ په ۲۹ پیلیږي او د سوریې څوکۍ به په کې تشه وي، ځکه چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد دغې غونډې ته نه دی وربلل شوی او عربي ټولنې د ۲۰۱۱ کال راهیسې د دغه هېواد غړیتوب ځندولی دی.

فلسطین د غونډې اصلي موضوع

ټاکل شوې چې د غونډې ګډونوال به د اسرایلو او فلسطین ترمنځ د سولې لپاره د ۲۰۰۲ کال پر طرحې بیا ټېنګار وکړي. دا طرحه چې د سعودي د پاچا په مشرۍ جوړه شوې له اسرایلو غواړي چې د فلسطين له اشغال شویو سیمو ووځي او په بدل کې به عرب او مسلمان هېوادونو له اسرایلو سره ښه اړیکې وپالي.

په تېرو غونډو کې په ځینو عربو هېوادنو کې پاڅونو د فلسطین پر مسئلې سیوری غوړولی و، خو سږ کال د اردن پاچا غواړي چې د فلسطین مسئله د غونډې د اجنډا په سر کې وي.

د اردون د دولت ویاند محمد مومني ویلي دي چې له فلسطينیانو سره بي عدالتي د سیمې د ناامنیو او د افراطیت د زیاتېدو علت دی.

د سعودي او مصر د بیا پخلاینې فرصت

دا غونډه د اسرایلو او فلسطین لپاره هم یو ښه فرصت دی چې په خپلو کې د سوریې په اړه پیدا شوی مشکل حل کړي.

سعودي د سوریې د ولسمشر د مخالفانو ننګه کوي خو مصر بیا تاکید کوي چې باید د سوریې بحران ته اساسي حل ولټول شي، قاهره ښايي په واک کې د بشارالاسد پر پاتې کېدو ټېنګار کوي.

مصر د بشارالاسد د مخالفانو په لیکو کې د افراطيانو له موجودیت څخه ډاریږي.

مصر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې پرېکړې چې روسیې تسوید کړې وه، ننګه وکړه او له هماغه ورسته سعودي په مصر باندې خپلې مرستې بندې کړي. سعودي د ۲۰۱۶ کال د اپریل په میاشت کې ژمنه وکړه چې د پنځو کلونو لپاره مصر ته د میاشتې ۷۰۰۰ ټنه تیل ورکوي.

سعودي څو ورځې وړاندې مصر ته د تیلو ورکول بېرته پیل کړل چې دا کار قاهرې سره د ریاض د ملګرتیا د بیا پیل کېدو یوه نښه بلل کیږي.

سوریه، یو هېر شوی بحث

داسې نه ښکاري چې د غوندې ګډونوال به د سوریې د کورني جنګ د ختمولو پر لارو چارو خبرې او ټېنګار وکړي. په دغه برخه کې د عرب مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی. ځيني عرب هېوادونه د بشارالاسد په لېرې کولو خو د مصر په ګډون ځینې نور بیا د سوریې پر سیاسي حل ټېنګار کوي.

امریکا هم په سیمه کې د داعش په ځپلو ټېنګار کوي او د بهرنیو چارو وزیر یې ټیلرسن ویلي دي چې واشنګټن لا هم د سوریې په اړه په خپلې تګلارې کار کوي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې عرب هېوادونه به په خپلې غونډې ایران ته یو خبرداری هم ورکړي. په دې وروستیو کې امریکا ایران ته ځیني خبرداری ورکړی او سعودي او ځینو نور عرب هېوادونو د امریکا دا کار ستایلی دی.

ریاض او تهران په سوریې کې د دوو بېلابېلو غاړو ننګه کوي. ایران د بشارالاسد او سعودي د هغه د مخالفانو ملا تړي.

ایران همدغه راز په یمن کې د حوثي یاغیانو په ملاتړ هم تورن دی چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف یې پر ضد عملیات کوي. څه موده مخکې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له امریکا نه وغوښتل چې د ایران په اړه له زغم نه کار وانخلي.

په همدې حال کې تېرکال د امریکا کانګرس یوه لایحه تصویب کړه چې د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د یولسمې نېټې په ترهګریزې پېښې کې د وژل شویو او ژوبل شویو امریکایانو کورنیو ته اجازه ورکوي چې د سعودي پر ضد حقوقي دعوه وکړي.

XS
SM
MD
LG