د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د امریکا د مینیسوتا د برید مسولیت ومانه


پولیس وايي لا وختي ده چې ووايي بریدګر د کومې ترهګرې ډلې غړی و کنه
پولیس وايي لا وختي ده چې ووايي بریدګر د کومې ترهګرې ډلې غړی و کنه

اسلامي دولت ډلې داعش د امریکا د مینیسوتا ایالت د سنت کلوډ په ښار کې د یو مشکوک ترهګر برید مسولیت منلی دی. یو سړي دغلته په لوی مارکیټ کې خلک په چړو ووهل او اته کسان یې ژوبل کړل، چې د څلورو حالت یې خراب ښودل شوی دی.

پولیسو بیا بریدګر په ډزو وواژه. پېښه د شنبې په ورځ وشوه. د امریکا پولیسو لا د بریدګر په اړه ډېر جزییات ورکړي نه دي او وايي چې پلټنې پیل شوي دي. پولیس وايي لا وختي ده چې ووايي بریدګر د کومې ترهګرې ډلې غړی و کنه.

مګر، د اعماق په نامه ویپاڼه چې د داعش ډلې اړوند خبرونه خپروي، دعوه کړې چې بریدګر د داعش ډلې غړی و.

داعش خپل پلویان هڅولي چې، په هغو هېوادونو کې بریدونه وکړي، چې حکومتونه یې د داعش پر ضد پوځي عملیات کوي.

د مینیستو له برید سره همهال د نیویارک په ښار کې بیا په یوې چاودنې کې ۲۹ ژوبل شوي دي چې ټول یې اوس له رغتون نه رخصت شوي. پولیس وايي د دغې پېښې په اړه هم پلټنې پيل شوي دي.

XS
SM
MD
LG