د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په لومړي ځل یوه ښځه د جنګ قومندانه کړه


رابنسن د امریکا د هوايي ځواکونو جنراله ده.
رابنسن د امریکا د هوايي ځواکونو جنراله ده.

د امریکا په پوځ کې دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه د جګړې د میدان قومندانه کیږي.

د امریکا د امریکا د هوايي ځواکونو جنرالې، مېرمن رابنسن، د امریکا د شمالي قوماندې د قومندانې په توګه خپله وظیفه پیل کړه.

هغې ته د جمعې په ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دغه نوی مسویت وروسپارل شو.

جنرالې لورې رابنسن وویل "زه به د پوځ د مشرې په حیث هېڅکه خپل مهم مسئولیت هیر نکړم او د امریکا دفاع به کوم د خلکو، د ملي قوتونو او ازادۍ حفاظت به کوم. زه به د هغو کاناډایانو او امریکایانو د اعتماد مطابق کار وکړم چې په دې قوماندانیو کی دیره دي او ځان به ډاډه کړم ، چې مونږ بیداره یو او د هر ممکن تهدید مخه نیسو".

د امریکا، الاسکا، کاناډا، مکسیکو، د بهاماز د ټاپوگانو او شاوخوا اوبو د غټې برخې د ساتنې مسئولیت د لورې رابنسن په غاړه دی.

د امریکا د دفاع وزیر، اشتن کارتر، د لوړې کچې په عملیاتو او دندو کې د رابنسن مشري او قومنداني وستایله او زیاته یې کړه، چې هغه ته تر هرڅه مخکې خپل خلک ارزښت لري.

XS
SM
MD
LG