د لاس رسي وړ اتصالات

برید کوونکو د امریکا په میسیسپي کې پولیس افسران ووژل


راپورنه وايي چې دا په دریو لسیزو کې د هاټسبرګ په تاریخ کې لومړني پولیس افسران دي چې وژل کیږي.

راپورنه وايي چې دا په دریو لسیزو کې د هاټسبرګ په تاریخ کې لومړني پولیس افسران دي چې وژل کیږي.

د امریکا په جنوب کې د میسیسپي په ایالت کې د مشکوکو کسانو په یو برید کې دوه پولیس افسران وژل شوي دي.

برید د شنبې په شپه د هاټیسبرګ په ښار کې شوی دی. پولیسو د ایالت په کچه د دوو مشکوکو او خطرناکو مجرمینو لټون کاوه چې برید پرې وشو.

د میسیسپي ایالت د عامه مصونیت د څانګې مشر وارن سټراین وايي پولیسو د شنبې په شپې په یو صنعتي دهلیز کې یو ګاډی ودراوه او بل پولیس ورغی چې مرسته ورسره وکړي، چې ډزې وشوې.

راپورنه وايي چې دا په دریو لسیزو کې د هاټسبرګ په تاریخ کې لومړني پولیس افسران دي چې وژل کیږي. په دغه ښار کې شاوخوا ۵۰زره کسان ژوند کوي.

ښاغلي سټرایند د فرانسې خبري اژانس ته وویل " دغه مشکوک کسان وسله وال او خطرناکه دي. یقینآ چې خطر او ګواښ شته دي. "

دی وايي دواړه افسران په روغتون کې مړه شول او اوس د قانون پلي کوونکي په ټول ایالت کې د دغو مشکوکو کسانو لټون کوي چې په وینا یې، یو ۲۶ کلن کرټیز بانګز او بل یې د هغه ۲۹ کلن ورور ماروین بانکزې دي.

پولیس چارواکي وايي برید کوونکي، له سیمې تښتېدلي دي، خو په سیمې کې شاوخوا لارې ټولې تړل شوي دي.

وژل شوي پولیس افسران بینیامن ډین او لایقوري ټاټي نومیږي چې یو ۳۴ کلن او بل ۲۵ کلن دي.

دا برید داسې مهال کیږي چې، څو ورځې وړاندې دوه نورو مشکوکو کسانو په تکزاس ایالت کې، د اسلام پیغمبر ته د منصوب کارتونونو په یوې سیالۍ باندې برید وکړ او یو پولیس افسر یې وواژه.

په همدې حال کې د ممکنه ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په خاطر د امریکا د شمالي قومندانۍ د خپلو ټولو پوځي مرکزونو امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG