د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما برتانوي ځوانانو ته وویل له پردو مه ډاریږئ


ولسمشر اوباما په لندن کې د ځوانانو په یوې غونډې کې خبرې وکړې.

ولسمشر اوباما په لندن کې د ځوانانو په یوې غونډې کې خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په برتانوي ځوانانو غږ وکړ، چې له نا امیدۍ، بدبینۍ او د تعصب نه ډډه وکړي. ولسمشر اوباما د شنبې په ورځ په لندن کې په یوې غونډې کې خبرې وکړې.

پر ولسمشر اوباما په برتانیا کې د هغو څرگندونو نه ورسته چې وویل برتانیا دې د اروپايي اتحاد سره پاتي شي، سخت انتقادونه شویدي.

نوموړي په دغې غونډې کې د ځوانانو ګڼو پوښتنو ته ځوابونه وویل او زیاته کړه، چې د نورو قومونو سره یو ځای اوسېدل فرصتونه برابروي.

نوموړي وویل " قومي شناخت سړي ته هویت ورکوي، خو د پرمختګ خنډ یې جوړېدی شي. نړیوال کېدل او د نورو قومونو سره یو ځاي ژوند کول خطر نه دی، بلکې نور فرصتونه زیږوي."

له ولسمشر نه د هغه د جمهوري ریاست د دورو په اړه ډېرې پوښتنې وشوې او وپوښتل شول، چې د امریکا له نوي ولسمشر نه څه غواړي چې باید یې وکړي.

یو ځوان له هغه وپوښتل، چې د خپلې دورې د پاتې کېدونکو مسایلو په اړه څه ارزونه لري، هغه وویل"باید لس کاله صبر وکړم، چې د خپل میراث ارزونه وکړم، زه به د خپل نومرو کارت ته وګورم، او بیا به وویاړم. "

ولسمشر اوباما د صحي بیمې د پروګرام بیلول، د ایبولا په وړاندې مبارزه او له ایران سره د اتومي تړون لاسلېک کېدل، د خپلې دورې نه هېرېدونکې او پام وړ لاس ته راوړنې یادې کړې.

د ولسمشر اوباما د جمهوري ریاست دوره مخ په ختمېدو ده او د بلې دورې لپاره انتخاباتي مبارزې روانې دي.

XS
SM
MD
LG