د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ مشاور ټاکنو کې د روسیې په مداخلې معلومات ورکوي


د استازو په خونې کې د استخباراتو کميته وايي ښاغلی مانافورټ په خپله خوښه دا کار کوي
د استازو په خونې کې د استخباراتو کميته وايي ښاغلی مانافورټ په خپله خوښه دا کار کوي

ټاکل شوې چې د ولسمشر ټرمپ د کمپاین مخکنی مشر ټاکنو کې د روسیې د مداخلې او نه مداخلې په اړه استخباراتي کميټې ته معلومات ورکوي.

د امریکا د ولسمشر دونالډ ترمپ د انتخاباتو د کمپاین مخکنی مشاور چمتو شوی چې د استازو د خونو استخباراتي کميټې ته له روسیې سره د خپلو اړیکو د لرلو او نه لرو په اړه معلومات ورکړي.

د استخباراتو کمېټه وايي چې پاول مانافورټ په خپله خوښه دا تصمیم نیولی دی. دا کمیټه د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه تحقیقات کوي. داسې ادعا کیږي چې شاید روسیې په انتخاباتو کې مداخله کړې وي.

د کلفورنیا استازي ډیوین نونیس خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي مانافورټ مشاور د پنجشنبې په ورځ له استخباراتي کمېټې سره تماس نیولی او ورته یې ویلي چې پاول مانافورټ غواړي چې کمېټه ورسره په دې اړه خبرې وکړي.

ښاغلي نونیس وویل لا معلومه نه ده چې له ښاغلي مانافورټ سره به خبرې په کومې عمومي غونډه کې کیږي او که به په کومې پټې غونډې کې. لا معلومه نه ده چې دا خبرې کله کیږي.

په همدې اونۍ کې اسوشیټدپرس په خپل یو راپور کې لیکلي وو چې ښاغلي مانافورټ د ولسمشر ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې تر کار مخکې د روسیې یو میلیاردر سره کار کاوه. راپور وايي چې د دونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین دا مخکني مشر په مسکو کې د حکومت په ګټه یو پېشنهاد هم لیکلی و.

همدغو ادعاو ته په کتو اوس د متحدو ایالتونو د استازو د خونې استخباراتي کميټه په دې تحقیق کوي چې د ولسمشر ټرمپ د مشاورینو او روسیې ترمنځ خو به کوم روابط نه وي.

XS
SM
MD
LG