د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او روسیې د ستراتیژیکو وسلو د کمولو تړون نافذ کړ


Abu Dabi sahrolarida.
Abu Dabi sahrolarida.

امریکا او روسیې د ( سټارټ ) په نامه د ستراتیژیکي وسلو د کمولو نوی تړون نافذ کړی دی. دا تړون به ددواړو هیوادونو د ذروي وسلو شمیر محدود کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف نن د شنبې په ورځ د جرمنی په ( مونیخ ) کي د مراسمو په جریان کی منظور شوي اسناد یوبل ته وسپارل چي په رسمي ډول دا تړون نافذ سو.

په دې ښار کي اصلا د امنیتي چارو په باب یو کنفرانس دوام لري. او هغوي دا اسناد ددې کنفرانس نه بهر سره تبادله کړل.

ددغه نوي تړون په اساس به په دغو دواړو ملکونو کي هر ملک ١٥٥٠ ذروي کوپړۍ درلودلای سي چی دا دهغه حد نه چي په ٢٠٠٢ کال کي ټاکل شوی و، ٣٠ فیصده کموالی ښئي.

دا تړون د امریکا جنهوررئیس براک اوباما او د روسیې جمهوررئیس دیمیتري میدویدیف د تیر کال د اپریل په میاشت کي لاسلیک کړی و.

XS
SM
MD
LG