د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د سفر کولو د نويو امنیتي اقداماتو اعلان


په نړیوالو ډگرونو کې امنیتي تدابیر
په نړیوالو ډگرونو کې امنیتي تدابیر

هغه مسافر چې امریکا ته ځي د ځیني نويو امنیتي مقرراتو سره به مخامخ شي. تیره اونۍ د امریکا د کورني امنیت وزیر جې جانسن د امریکا د ترانسپورتي امنیت ادارې ته هدایت ورکړ چې د هیواده بهر په هغو هوایي ډگرونو باندې نوي امنیتي اقدامات پلي کړي چې امریکا ته مستقم پرواز لري.

ښاغلي جانس وویل "زمونږه دنده داد چې د راتلونکي برید مخه ونیسو نه دا چې د پخواني برید په هکله غبرگون وښیو."

د امریکا د ترانسپورتي امنیت اداره په بهر کې د هغو هوایي ډگرونه چې امریکا ته مستقیم پرواز لري غوښتي چې د مسافرانو برقي سامانو بطرۍ دې چارچ وي ځکه چې داسې اندیښنې شته چې کیدای شي بم جوړونکي چاودیدونکي مواد د برقي سامانو په بطریو کې پټ کړي.

د گرځنده تیلفونونو، لپ تاپونو، تبلیت او نور برقي سامانو بطرۍ باید چارچ وي او په عادي ډول کار وکړي.

د نیویارک د پولیسو پخوانی کمشنر رې کلي وایي "دا کوچني شیان دي خو لږ شان چاودیدونکي مواد پکي ځایږي چې د یوې الوتکې بدنه ویجاړه کړي او د یوې سترې بدمرغۍ سبب شي."

دا وروستي لارښوونې د هغو اندیښنو له امله رامنځ ته شوي چې کیدای شي په یمن کې د القاعدې د څانگې سخت دریځ هڅه کوي چی د ترهگرۍ ېو برید تر سره کړي. د القاعدې همدغه څانگه دهغه برید مسووله ده چې په کال ٢٠٠٩ کې ېې په نیکر کې د ېو بمي برید هڅه کړې وه

په نړیوالو هوایي ډگرونو کې امریکا ته د راتلوونکو الوتنو امنیتي تدابیرو په اړه رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:44 0:00

ددې تر څنگ چارواکي باور لري چې ځیني بهرني جنگیالي اوس په سوریې کې د بهرني پاسپورتونو سره کولای شي په اسانه امریکا ته ننوځي.

خو د نویو مقرراتو سره بیره بهر کې ځیني مسافران وایي هغوي کولای شي د دې نوي بدلون او ستونزې سره ځانونه چمتو کړي. یوه مسافر د نویو امنیتي اقداماتو په هکله داسې وایي "زه به د دغو مسلو دپاره خپل سفر کې ځنډ را نولم. که زه خپل سفر بند کړم بیا ترهگرو گټلې ده."

سوریه او عراق د ځینو امریکایي او نورو لویدیځو هیوادو د مجاهدینو د روزنې ډگر دی چې د خپلو پاسپورتونو په مرسته کولای شي په هر هیواد کې په اسانه تگ راتگ وکړي.

XS
SM
MD
LG