د لاس رسي وړ اتصالات

د بشرحقونو څار ډله د سي آی اي د مشر پر انتخاب اندېښه لري


د بشري حقونو د څار ډله ويي ښاغلي پمپیو د مسلمانانو پر ضد هم څرګندونې کړي دي
د بشري حقونو د څار ډله ويي ښاغلي پمپیو د مسلمانانو پر ضد هم څرګندونې کړي دي

د بشري حقونو د څار ډلې د امریکا له سناتورانو غوښتي چې باید مایک پمپیو د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د مشر په توګه تائيد نکړي.

د بشري حقونو د څار ډله اندېښنه لري که مایک پمپیو د دغې ادارې مشر شو، بشري حقونه به ډېر زیامن شي. مایک پومپیو د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا په سنا کې د استخباراتو د کمیټي استماعیه غونډې ته ورغوښتل شوی و.

د امریکا لپاره د بشري حقونو د څار ډلې د چارو تنظیمونکې ماریا مکفرلنډ سنچیز مورینو وویل چې د زورزیاتي او د تیلیفوني مکالمو د ثبت د پروګرام په اړه پوښتنو ته د هغه ځوابونه په خطرناک ډول ګونګ وو او معلومه نه ده چې هغه به موجوده حقوقي اصول ومني کنه.

ميرمن مورینو وویل "هغه په ښکاره دا خبره نه ده کړې چې شکنجه به نکوي او عمومي نظارت (عمومي نظارت څه دی؟ به نکوي او بله خبره دا ده چې هغه په تېر وخت کې دا هم منلې وه چې د امریکایان دې جدي تعقیب او وڅارل شي او د سي آی اي د شکنجې ورکولو ناوړه پروګرام یې هم تاید کړی و. بنآ هغه باید د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر نشي".

ښاغلي پمپیو د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوې لیکنې کې د هغه قانون په تصویب خواشینې ښودلې وه چې د امریکا د ملي امنیت ایجنسي نه اجازه نه ورکوي چې په سیستماتیک ډول د امریکایانو تیلیفونونه ثبت او ریکارډ نشي.

په دغې لیکنې کې هغه له کانګرس نه غوښتي چې باید داسې یو قانون تصویب کړي چې ملي امنیت ایجنسۍ ته دا اجازه ورکړي، چې د خلکو خبرې ثبت کړي.

هغې تېره اونۍ په خپلې استعماعیه غونډې کې دا هم وویل چې دی لا هم په خپل دریځ کلک ولاړ دی، خو د ولسمشر د فرمان په اساس، سي آی اي نشي کولی چې الکترونیکي نظارت وکړي.

د مسلمانو ضد څرګندونې

ښاغلي پمپیو په خپلې استماعیه غونډه کې د سي آي د شکنجې هغه تخنیک چې پر تورنو اوبه اچوي چې قانع شي او دې ورته نور دا ډول ناوړه تخنیکونه ناقانونه وبلل.

خو هغه پر ولسمشر اوباما نیوکه وکړه چې د سي آی اي پخواني تخنیکونه یې منع کړل، ځکه چې د هغه په خبره قانون تر ۲۰۱۵ کال مخکې دغو تخنیکونو ته اجازه ورکړې وه.

هغه د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ په میاشت کې په یوې مرکې کې اډوارډ سنوډن ته د پټو معلوماتو د افشا کولو له کبله د مرګ سزا غوښتې وه.

اوس د بشري حقونو د څار ډله وايي د ښاغلي پمپیو دا ډول څرګندونې به په سي آی اي کې د هغه ترلاس لاندې کسانو ته دا زړه ورنکړي چې د بشري حقونو له سرغړونو پرده پورته کړي.

نوموړي همدغه راز په امریکا کې د مسلمانانو پر مشرانو هم دا تور لګولی و چې په متحدو ایالتونو کې په شویو بریدونو کې په یو ډول نه یو ډول دخیل دی، ځکه چې د هغه په خبره دغه مسلمانان د بریدونو او افراطي مسلمانانو پر ضد پر ضد په ښکاره خبرې نشې کولی.

هغه ویلي وو د دغو مشرانو همدا ډول چلند دا شک نور هم په یقین بدلوي چې مسلمانان سولې ته ژمن نه دي. په ۲۰۱۴ کال کې هغه د کلیسا د یوې ډلې په غونډې کې ویلی وو چې د امریکا د ترهګرۍ د مخنیوي مبارزه د مسیحیانو او مسلمانانو د مفکورو ترمنځ ټکر دی.

د بشري حقونو د څار ډله وايي د هغه دغه خبرې د مسلمانانو پر ضد غیرمنصفانه نظر دی او دا چې شاید د بشري حقونو زیانمنېدو ته لار پرانیزي.

د بشري حقونړو د څار ډله وايي دغو ټولو خبرو ته په کتو مایک پمپیو د امریکا د سي آی اي مشرۍ ته وړ کس نه دی.

XS
SM
MD
LG