د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: امریکایان قوي دي او نه ویریږي


ولسمشر اوباما "مونږ قوي یو او باید ونه ویریږو."
ولسمشر اوباما "مونږ قوي یو او باید ونه ویریږو."

د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما د کلیفورنیا د ټولنیزو خدماتو په دفتر باندي د مېړه او ماینې د مرگانۍ حملې په اړه نن وویل "زمونږ زړونه د سان برناردینو د خلکو سره دي – د امریکا یوه بله ټولنه په داسې تشدد کې چې تعبیر یې نه شي کیدای، ولړزېده."

اوباما په خپلي اوونیزي راډیویې وینا کې وویل "د جمهوررئیس په توگه زما تر ټولو مهم او لومړی کار د امریکا د خلکو حفاظت او امنیت ساتل دي. دا کار مونږ ټول امریکایان سره یوموټی کوي او مونږ باید هر هغه څه چې په واک اختیار کې لرو ترسره کړو چې د خپل هیواد دفاع وکړو."

ښاغلي اوباما زیاته کړه "مونږ امریکایان یو. مونږ باید خپل ارزښتونه وساتو چې دا د آزادې ټولنې ارزښتونه دي. مونږ قوي یو او باید ونه ویریږو."

ښاغلي اوباما دا څرګندونې له هغه وروسته کړي دي چې د اسلامي دولت ډلې په کلیفورنیا کې بریدکونکي خپل ملگري بللی دي.

د اسلامي دولت ډلی د دغه برید په هکله دا لومړی بیان دی خو دوی داسې څه ندي ویلي چې په دغه برید کې دې په مستقیمه توگه لاس ولري.

له بلی خوا د امریکا د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو اداره وایي چې د هغو معلوماتو او حقایقو په بنسټ چې دوی ترلاسه کړي اوس دغه پېښه د ترهگرۍ له نظره څیړي.

ایف بي ای وایي چې دوی پدې خاطر دا پېښه د ترهګرۍ له نظره څیړی چې دوو امریکایي منابعو د جمعې په ورځ وویل چې د سان برناردینو د ډله ییزې وژنې ښځینه برید کوونکې ٢٧ کلنې تشفین ملک په ظاهره د اسلامي دولت د ډلې مشر ته بیعت کړی و.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG