د لاس رسي وړ اتصالات

د سترې محکمې د څوکۍ په سر د گوندونو سیاسي مبارزه


جمهور رئیس اوباما وایي د سترې محکمې د نوي غړي د نومولو کلک عزم لري
جمهور رئیس اوباما وایي د سترې محکمې د نوي غړي د نومولو کلک عزم لري

د جمهوري ریاست د ټاکنو په بهیر کې د بحث نوې توده موضؤع د ستری محکمی د غړي انینن سکلیه تر مړینې وروسته د هغه د ځای ناستی مسله ده چې د دواړو گوندونو تر منځ یې د سیالۍ دپاره یو نوی ډگر پرانستی دی.

د جمهوري ریاست د ټاکنو په بهیر کې د بحث نوې توده موضؤع د ستری محکمی د غړي د ځای ناستی ټاکل دي
د جمهوري ریاست د ټاکنو په بهیر کې د بحث نوې توده موضؤع د ستری محکمی د غړي د ځای ناستی ټاکل دي

جمهور رئیس اوباما وایی دا نه یوازی د هغه حق دی چې د ستری محکمی د خالی څو کی دپاره ځای ناستی وټاکی بلکه دا د خلکو او هیواد په لور د هغه لوی مسولیت هم گڼل کیږي.

جالبه دا ده چې مخکې په ستری محکمی کې پنځه غړی محافظه کار او څلور تر یوه بریده لیبرال و خو اوس دا تله یو برابر یعنی دواړو خواو ته څلور څلور غړي پاتی دي.

دا مسله به په اکثرو هغو حساسو مواردو کې چې نهایی پریکړې دپاره دوي ته راجع کیږي بیا هم جنجال را منځته کړي.

هغه زیاته کړه، «د سپینې ماڼۍ ویاند ایریک شولتز پرون وویل چې جمهور رئیس پوره عزم لري چې د امریکا د اساسي قانون پر بنسټ خپل مسولیت ادا کړي.»

ستره محکمه دایمي نهه غړي لري چې د عمر تر پایه په هغی دندې پاتې کیدای شي.
ستره محکمه دایمي نهه غړي لري چې د عمر تر پایه په هغی دندې پاتې کیدای شي.

هغه وویل چې جمهور رئیس په همدې هدف اوس د وړو کسانو پر لست غور کوي چې دغې دندې ته یی ونوموي او وړاندوینه کوي چې جمهوري غوښتونکي به د کلک مخالفت سره سره بلاخره د تایید په غونډه کې رایی اچولو ته اړ شي.

جمهوري غوښتونکي وایی دا کار دې راتلونکې جمهور رئیس ته وسپارل شي او هرهغه څوک چې جمهور رئیس یې دغې څوکۍ ته ونوموي که ددوي د خوښې شخص هم وي نو دوي به یې په سنا کې د خپل اکثریت واک نه په گټې اخیستو رد کړي.

سونیا سوتومایور د سترې محکمې دایمې غړې
سونیا سوتومایور د سترې محکمې دایمې غړې

دا دریم ځل دی چې جمهور رئیس اوباما د ستري محکمې دپاره غړي نوموي.

ایلینا کیگین، د سترې محکمې دایمې غړې
ایلینا کیگین، د سترې محکمې دایمې غړې

لومړی ځل یې په دوه زره نهم کې د ستری محکمې غړی سونیا سوتومایور او بیا یې په دوه زره لسم کې ایلینه کیگن، دوه تنه میرمنې دغې مهمې دندې ته ونومولې.

په امریکا کې د جمهوري ریاست کاندیدان، د جنوبی کارولاینا په ایالت کې د خلکو د رایو د لاسته راوړلو دپاره خپلو شعارونو ته لا شدت ورکړی دی.

جمهوري غوښتونکي هغه کاندیدان چې شا ته پاتی دي دا د گوندي ټاکنو په بهیر کې د ځان د مخی ته کولو دپاره تر ټولو مهمه موقع بولي.

پدې ایالت کې به دیموکرات کاندیدان د جمهوري غوښتونکو په پرتلې یوه اونۍ وروسته رایه واچوي.

په جنوبي کارولاینا کې د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو دپاره د رایې اچونی بهیر ته د یوې اونۍ نه کم وخت پاتی دی. پدوی کې اوس هم تر ټولو مخی ته دی دانلد ترمپ

دا ملیاردر چې ځینی وایی له خبرو ډک دی او څه یې چې په خوله وایي د جمهوري غوښتونکو مشرانو دپاره اندېښنې را ولاړې کړې دی.

هغه پرون په جنوبی کارولاینا کې وویل چې هغه یوازنی کاندید دی چې هیڅکله به رشوت او فساد ته غاړه کینږدي.

هغه وویل، «خو کله چې د تد کروز په شان کسانو ته وگوروو نو دومره پیسې یې د دومره زیاتو کسانو نه اخیستی چې کنترول یی د هغوی په لاس کې دی سل په سلو کې. بوش هم همداسې دی روبیو هم دوی ته ورته. دوی خپلی روپۍ همداسی تر لاسه کوي.»

ترمپ همدارنگه خپل سیال جب بوش باندی هم ملنډې ووهلی چې د خپل ورور په ملاتړ مخته ځي او د پخوانی جمهور رئیس په مټ غواړي خپل کمپاین وژغوري.

پدې اړه پخپله پخواني جمهور رئیس جورج بوش داسې وویل،

«او زما تجربه وایی تر ټولو ځواکمن شخص معمولآ هغه څوک نه وي چې تر ټولو په لوړ آواز خبرې کوي.»

تد کروز د خپلو سیالانو لدې خبرو څخه په گټې اخیستو ځان تر نورو زیات د اعتماد وړ داسې شخص څرگند کړ چې تر نورو د سم قضآوت خاوند دی. هغه وویل چې پدې سیالۍ کې دوه تنه کاندیدان دانلد ترمپ او مارکو روبیو ورته دریځ لری.

هغه زیاته کړه، «هر کله چې ددوی د سابقې په لور څوک اشاره کوي نو د دلایلو پر ځای ورته چیغې وهي چې دروغجنه، دورغجنه، دروغجنه! دا ډیره عجیبه ښکاري.»

دیموکرات کاندیدانو تر اوسه پورې مستقیم توهین ته لاس ندی پورې کړی خو ددوی کمپاین هم شدت نیولای دی.

د میرمن هلري کلنتن د ژوند ملگری پخوانی جمهور رئیس بل کلنتن د خپلی میرمنی سره په کمپاین کې ملاتړ ته دریدلای هغه د خپلی میرمنی لاسته راوړنې داسې وستایلې.

هغه د خلکو سره کار کوی او د هر چا او هر څه سره یې چې کار شي نو بهتریږي.

په نیوادا کې د شنبې د ورځې تر ټاکنو وړاندې هغې د پخوانی جمهور رئیس د بریا یادونه وکړه.

هغې د جمهور رئیس د کاري دورې پر مهال اقتصآدی پرمختگ ته اشاره وشوه.

د اقتصآدي پرمختگ یادونه به اول وکړو.

خو په نولسوه دو نویم کال کې د کلنتن دا اصطلاح چې ویل یی اقتصآد مهم دی کم عقله! ډیره د پام وړ وگرځیده.

مونږ په رښتیا ډیر ښه و کله چې زما خاوند جمهور رئیس و.

کلنتن تاکید کوي چې یوازې لوړې طبقې نه بلکه ټولو خلکو ژوند حالت ښه شوې و.

خو د هغې سیال برنی سندرز چې د نیوهمشایر په مقدماتی ټاکنو کی ېې میرمن کلنتن ته ماتې ورکړه د خپل کمپاین دپاره دا شعار ټاکلی چې د بی وزلو او بډایو ترمنځ واټن به کموي.

XS
SM
MD
LG