د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: تر ټولو سخته پرېکړه مې افغانستان کې د عسکرو زیاتول وو


ولسمشر اوباما د امریکا لومړنی تورپوستی ولسمشر و
ولسمشر اوباما د امریکا لومړنی تورپوستی ولسمشر و

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي د جمهوري ریاست د دورې تر ټولوسخته پرېکړه یې په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر زیاتول وو.

ولسمشر اوباما د ای بي سي له تلویزون سره په مرکه کې وویل چې دا پرېکړه یې ځکه وکړه چې هغه مهال په افغانستان کې طالبان قوي شوي وو.

نوموړي وویل طالبان ځکه قوي شوي وو چې امریکا افغانستان ته هاغسې چې لازمه وه، پام نه ونکړ.

په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په افغانستان د ناټو ځواکونو قومندانانو د عسکرو د زیاتولو غوښتنه کوله، خو د سپینې ماڼۍ مشاروانو یې مخالفت کاوه، چې بلاخره ولسمشر د پوځي مشرانو غوښتنه ومنله.

د امریکايي چارواکو په وینا همدا اوس شاوخوا ۸۵۰۰زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې دیره دي چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي او سلا مشورې ورکړي.

د ښاغلي اوباما تر څرګندونو څو ورځې مخکې د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند په کابل کې وویل چې ټاکل شوې د هلمند ولایت ته به د امریکا ۳۰۰ بحري ځواکونه استوي.

دغه ځواکونه به هلته له افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې او روزنې ورکوي چې طالبان وځپي.

ولسمشر اوباما دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د جمهوري ریاست د دورې ختمېدو ته یې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي. دونالد ټرمپ به د جنورۍ د میاشتې په ۲۰ نېټه د متحدو ایالتونو د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

XS
SM
MD
LG