د شنبې په ورځ لسګونه زره خلکو چې ډېره برخه یې ښځې دي، په واشنګټن ډي سي کې د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او هغه د تګلارو پر ضد مظاهره وکړه.
د دغه مارش تنظیمونکي وايي تمه ده چې څو سوه زره خلک په دغو مظاهرو کې برخه واخلي.
په واشنګټن کی چارواکي وايي ۱۸۰۰ لوی ګاډي راجستر شوي چې دغه خلک د مظاهرې ځای او پارک ته ورسوي، نژدې ۱۰۰زره خلک یوازې په سرویسونو کې راتلی شي.
د مارش تنظیموونکي وایي دوی غواړي چې ټرمپ ته د هغه د کار په لومړۍ ورځ د ښځو او بشري حقوقو ته د درناوي او ساتلو پیغام ورکړي. مظاهره چیان وایي دوی د ښځو او نارینه وو د حقوقو مساوات، صحي بیمه او داسې نورو مسایلو کې خپل حق او ازادي غواړي.
سارا یانگ چې د انډیانا د ایالت نه واشنګټن ته د مارش لپاره راغلې وايي هغې ته د ښځو د روغتیا مسله مهمه ده.
اخوا د اسټرالیا د سډني ښار کې هم زرګونو خلکو د ډونلډ ټرمپ په ضد احتجاج وکړ.
د مظاهرو تنظیمونکو وویل چې د امریکا د نوی جمهور ریس نفرت پارونکې څرګندونې غندي، هغوی په ټرمپ تور ولګوه چې نژادي او قومي تبعیض عادي ګڼي.
احتجاج کوونکو د امریکا د قونسلګرۍ خوا ته مارش وکړ. دوی وویل د ټرمپ مشرتابه د بشري حقوقو، بین المللي تجارت او امنیت ته خطر پیښوي.
په نیوزیلنډ کې هم د ټرمپ ضد مظآهرې وشوې، قریب دوه زره مارش کوونکو په څلورو ښارونو کې مظاهره وکړه. ټاکل شوې چې د نړۍ په ځینو نورو برخو کې هم د ټرمپ پر ضد مظاهرې وشي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۲۰ نېټه د متحدو ایالتونو د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. هغه د امریکا ۴۵م ولسمشر شو.