د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د امنیتي تړون لپاره دې لویه جرګه راوغوښتل شي؟


د افغانستان او امریکا تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر سر لا هم دواړو غاړو لخوا خبرې روانې دي. افغان حکومت وایي چې د تړون د ځینو ټکو د وضاحت لپاره باید لویه جرګه راغوښتل شي او پریکړه پخپله افغان ولس وکړي.

د افغانستان د مشرانو د جرګې غړي د دې سند د لاسلیک لپاره د لویې جرګې د راغوښتو په اړه بیلا بیل نظریات لري. ددې جرګې ځیني غړي وایي چې د لویې جرګې جوړیدو ته ضرورت نشته او دا به د وخت ضیاع وي ځکه بیا هم پریکړه مشرانو او ولسي جرګې ته راځي.

د مشرانو جرګې غړی عبدالحنان حق ویون وایي " د تړونونو او سندونو صلاحیت د ملي شورا سره دی او د لویې جرګې جوړیدو ته هیڅ ضرورت نشته."
ښاغلی حق ویون زیاتوي چې " ولسمشر حامد کرزی غواړي د لویې جرګې په راغوښتلو سره یو ډول ګډوډي جوړه کړي او هغه څه شي چې دی یې وغواړي، پکښې پلی شي او دا تړون سر سري تیر شي. "

حق ویون وایي پکار ده چې پدې قانون دې په ملي شوار کې بحث وشي او د افغانانو غوښتنې دې پکې په پام کې ونیول شي.

خو بل پلو د مشرانو جرګې بل غړی عارف پښتون پدې ټینګار کوي چې د امنيتي سند لاسلیک کیدل د افغانستان په ګټه ده او پکار ده چې لویه جرګه دې پدې تړون د بحث لپاره راوغوښتل شي.

" یوازې جمهور رئیسان د امنیتي سند د لاسلیک کولو حق نلري، بلکه دا حق د ولس دی چې پریکړه وکړي آیا دا قرارداد غواړي او که نه. زه د امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کیدل اړین ګڼم. "
ښاغلی پښتون وایي " امنیتي سند ضرور دی چې لاسلیک شي ، که هغه جمهور رئیس کوي او که ولس ، خو پکار ده چې ژر تر ژره دې لاسلیک شي او افغان ولس دې هم پرې پوه شي.

د مشرا نو جرګې غړی ښاغلی حق ویون پدې باور دي چې ولسمشر حامد کرزی پدې تړون کې تر ډیره حده ملي ګټو ته پام نکوي، بلکه شخصي معاملي او ګټې پکې غواړي او په پام کې لري چې دا تړون په پټو سترګو لاسلیک کړي.
بل پلو ښاغلی پښتون وایي که لویه جرګه هم راوغوښتل شي، امنیتي تړون به منفي رایې وانخلي خو پدې ټینګار کوي چې افغان ولس باید پدې پوه شي چې په سند کې څه ویل شویدي.

د امنیتي تړون لپاره د امریکا بیړه:
پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نطاقې ماري هرف ویلي وو چې د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون باندې به ډیر ژر موافقه وشي او دا تړون به د جانبیونو دپاره د منلو وړ یو سند وي. هغې یوه خبري کنفرانس ته د وینا په وخت وویل:

" دا چې افغانستان بل کال سر کې عامو انتخابات ته داخلیږي نو د دې کال تر اخره دا سند امضا کیدل به گټور وي. "

میرمن هرف د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون په سر روانې خبرې گټورې بللي دي خو د نورو جزیاتو ورکولو نه ېې ډډه کړیده.

په دې همدې موضوع چې کله دلته واشنگټن کې د هډسن د انسټیټویټ کارپوه ډاکټر رچړډ وایټز نه پوښتنه وشوه چې امریکا ولې د دې تړون په امضا کولو کې عاجله کوي. نو هغه وویل:

" دا تړون د امریکا او افغانستان ترمنځ د سترتیژیک تړون یوه برخه ده چې باید بشپړ شي. هغه تړون چې د دې کال په سر کې شوی و. نو د کال پوره کیدو نه مخکې باید ټول تړون عمل ته تیار شي. نو ځکه امریکا د دې تړون په زر تر زره امضاکیدو باندې ټینگار کوي"

کله چې د ښاغلي وایټز نه پوښته وشوه چې یو خوا امریکا عاجله کوي او بلخوا افغان جمهورریس کرزی د دې تړون په سر د مشورې دپاره بله میاشت لویه جرگه راغواړي نو ایا دا د یو بل سره په ټکر کې نه راځي.

نو ښاغلي وایټز وویل " د جمهورریس کرزي خپل مجبوریتونه دي او هغه د خپلې دورې په وروستي کال کې دی نو ځکه نه غواړي چې دا مسولیت یوازې په غاړه واخلي نو ځکه د جرگې لاره غوره کوي. هغه وايي چې امریکا هم د افغانستان نه د ټولو قواو د راویستو نیت نه لري خو چې څومره هم پاتې کیږي غواړي چې هغې ته یو قانوني بڼه ورکړي او د افغانستان سره اینده اړیکې د یو تړون په اساس مخکې یوسي. "
XS
SM
MD
LG