د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سفارت خلکو ته واړه پورونه ورکوي


د امریکا سفارت خلکو ته واړه پورونه ورکوي
د امریکا سفارت خلکو ته واړه پورونه ورکوي

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو د سفیر د وړو ګرانټونو یا مرستو پروژه ای ایس جي پي چې په کال دوه زره او نهم کې پېل شوې. لا تر دې دمه په لسګونو زره کورنۍ او یا مېندې ترې مستفېدې شوي او دغې پروژې ددغو کورنیو د اقتصاد په جوړولو کې پراخه مرسته کړې ده.

د سفیر دا وړې مرستې مخامخ میندو ته د هغوی د اقتصاد د ښه کولو او یا د کار موندلو په خاطر ورکول کیږي دغه مرستې په څلورو مختلفو برخو وېشل شوي، د چټک اثر رامنځته کوونکی پروګرام چې په کویک امپکټ یې یادوی یو له مؤثرو پروګرامونو بلل کیږي. پدغه پروګرام کې د ښځو ګروپونه سره راغونډيږي او د ښځو د زده کړو او یا د سوداګریز فعالیت لپاره له دغه پروګرام د بودیجې غوښتنه کوي. پدغه پروګرام کې د یوې پروژې یا فعالیت لپاره تر لسو زرو امریکايي ډالرو او یا تر دې زیات ورکول کیږي.

د میندو دا کار ځای د هرات په ولایت کې دی، پدې کار ځای کې د ښځو یو ګروپ چې پنځلسو ته یې شمېر رسي، خواږه خوراکي شيان تهیه کوي.

استا زینبو، په یو ایس ای ډي کې د مدني ټولنو د برخې یوه مسؤله: "د دوه زره او لسم کال تر پایه ای ایس جي پي پروګرام څلور سوه او شپږ پروژې پلې کړي، په ټوله کې پرې شپږ اشاریه درې یا شپږ اشاریه څلور زیات او کم ملیونه امریکايي ډالره راغلي، پدغو مرستو کې درې سوه او شپږ اویا کویک امپکټ پروګرامونه، نوولس د خدماتو د لېږد او لس د عامه پوهاوي د همغږه کوونکو پروژې شاملې دي."

د یو ایس ای ډي دا چارواکې وايي تر دې دمه په اتلسو ولایتونو کې دا پروژې ترسره کیږي خو د نوی کال لپاره خورا زیات پروپوزلونه ورغلي او په اته ویشتو ولایتونو کې به تطبیق کړي. په خپله په افغانستان کې د امریکا سفیر کارل ایکنبیري چې دغه پروګرام دده د سفارت د ماموریت په موده کې دده په خپلو هڅو پیل شوی په هرات کې ددغه پروژو د لیدنو په مهال اشنا تلویزیون ته وویل چې ددغه پروګرام لپاره یې دیرش ملیونه امریکايي ډالر ځانګړې کړي او عمده هدف یې دا دی چې په روغتیا، سوداګرۍ او د زده کړو په برخه کې ښځې په ټول افغانستان کې حمایه کړي.

له سفیر کارل ایکنبیري مې وپوښتل چې دا پروګرام اوږدمهاله دی او که دده تر تګ پورې دوام کوي، هغه وویل دا پروګرام اوږدمهاله دی او د امریکا د باندینیو چارو وزیره میرمن هیلاري کلنټن دې پروګرام ته زیاته لیواله ده.

کارل ایکنبیري، په افغانستان کې د امریکا سفیر: "ښه کله چې زه د امریکا د سفیر په توګه ځم زما تر ټولو مهمه کامیابي داده چې دا پروګرام به جاري وي، ځکه دا د امریکا واشنګټن په پالیسۍ کې دی."

په هرات کې د سفیر د وړو پروژو د پروګرام په مرسته د ددغه ولایت د ورېښمینو تولیداتو مرکز هم حمایه کیږي، پدغه مرکز کې چې لاسي صنایع، پټوان او له وړیو او ورېښمو نورو کالي او البسه جوړیږي په لسګونو انجونه او ښځې کار کوي، تر ډېره یې د کورنۍ خرچ له همدې ځایه پیدا کوي، دا مرکز کارګرې انجونې روزي او دوی ته حرفوي زده کړې هم ورکوي.

دا مرکز دا ډول د لاسي صنایعو او په خپلو تولیداتو کې ښه نوم لري او په ډېریو نندارتونونو کې یې برخه اخېستې، پدې مرکز کې مې له دوو کارګرو انجونو وپوښتل چې دې پروژو څومره مرسته ورسره کړی ده

خدیجه مرادي، د پروژې ګټه اخېستونکې: "مونږ دا څو میاشتې کیږي چې دا پروژه مو اخېستې، شل شاګردانې مو تربیه کړي، لس یو لس نور بیا بل وخت زده کړو ته راځي او دوی ته بیا معاشونه هم ورکوو."

سیدغه: "اوس ډېره خوښه یم، ډېر څه مې یاد کړل له دې لاری کولای شم چې پېسې وګټم او زه په خپله محصله یم کوی شم، چې خپلې ستونزې له دې اوارې کړم."

د هرات د ښځو د ریاست مرستیاله بیا وايي چې دغې پروژې په دغه ولایت کې د زیاتو ښځو د اقتصاد سره مرسته کړې.

لیلما نعماني، د هرات د ښځو د ریاست مرستیاله: "خوشبختانه له ډېرو دغو پروژو مو نظارت درلود کله مو چې ددې پروژو وضعیت وڅېړه، خلک ترې خوښ وو."

XS
SM
MD
LG