د لاس رسي وړ اتصالات

کلینټن: په هغو سیمو کې دي مرستیندونه کار وشي چې اغیزمنې وي


کلینټن: په هغو سیمو کې دي مرستیندونه کار وشي چې اغیزمنې وي

کلینټن: په هغو سیمو کې دي مرستیندونه کار وشي چې اغیزمنې وي

دامریکا دبهرنیو چارو وزېره هېلري کلنټن واېې چې متحده ایالات دخپلو هغو دیپلوماتیکي کوښښونو په لړ کې چې په ځینو هیوادونو کې ېې د شخړو دپاې ته رسولو او د بشري مرستو د رسولو لپاره پېل کړي دي ، اوس په څو محدودو ځاېونو کې په پراخه پیمانه فعالیت کوي.

مېرمن کلنټن نن په واشنگټن کې د امریکا د نړېوالې پراختېا د ادارې ،USAID، دمماورانو ېوې غونډې ته وینا کوله. مېرمن کلنټن ووېل زمونږ هدف دا دی چې په هغو ساحو کې زېات کار وشي چې د خلکو په ژوند ېې اغېزه زېاته وي او داسي مرحله راورسېږي چې دغه ملکونه په خپل اقتصاد باندي متکي شي او د امرېکا اقتصادي مرستو ته د اوږدې مود ې پورې څه اړتېا ونه لري.

مېرمن کلنټن ووېل زمونږ هدف دا دی چې ددغو ملکونو خلک وکولې شي چې د خپل ځان لپاره روزي پېد اکړي او داسې یو حکومت هلته واک ولري چې دخلکو غم وخوري ، بنېادي ضرورتونه ېې پوره کړي او ژوند ېې ښه کړي.

میرمن کلنټن خبرداری ورکړ چې د بودجې د کموالي په وجه به نړېوالې امرېکاېې ادارې مجبوري وي چې په لږو پېسو باندې ډېر کار وکړي.هغې ووېل چې دکانگرس ځېني غړي تراوسه پوري په دې قانع نه دي چې د امریکا د نړېوالې پراختیا اداره خپله بودجه په مناسبه توگه مصرفوي او که نه . ډېری ېې په دې نظر دي چې په بهر کې ېې کارونه په دومره زیات مصرف باندې نه ارزي.

XS
SM
MD
LG