د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان روان سیاسي بحران د نړۍ په مطبوعاتو کې


د پاکستان روان سیاسي بحران د نړۍ په مطبوعاتو کې

د پاکستان روان سیاسي بحران د نړۍ په مطبوعاتو کې

د فېننشېل ټاېمز ورځپاڼه لېکی، د پاکستان جنرالان غواړي د ښاغلی زرداری په برخه کې چټک تحقېقات پېل کړي.

د پاکستان دپوځ لوی درسېتز جنرال اشفاق کېاني د پاکستان پر جمهوررئېس اصف علي زرداري باندې فشار زېات کړېدی او دهغی ادعا په برخه کې ېې دېوه چټک تفتېش غوښتنه ېې کړېده، چې وايی ښاغلی زرداري له امرېکا نه مرسته غوښتی وه چې د پاکستان قدرتمن جنرالان کنترول کړي.

د فېننشېل ټاېمز ورځپاڼه دډېسمبر په 16 مه لېکی چې د دغی ادعا خبر په پاکستان کې ډېره زېاته غوسه اوقهر راپارولی دی او دا وېره موجوده ده چې د ښاغلی زرداري ته تاوان ور واړوی. رپوټ وايی ښاغلی زرداری تېره اونۍ ددوبی ېوه روغتون ته د علاج لپاره بېول شوی و. له همدی امله په دغه تبجن سېاسی چاپېرېال کې داټکلونو ېوتازه توکی ورزېات شو چې وايی ښاغلی زرداری استعفې کوي.

د ګلوبل پوست خپرونی په همدی اړه د ډېسمېبر په 17 مه د شنبی په ورځ هم ولېکل چې ښاغلی زرداری به استفعی وکړي. خپرونه لېکی چې د اداری فساد دوسېې، دهغه لېک په برخه کې چې دېوې ادعاله مخی امرېکا ته لېږل شوی، او کلکو سېاسې مخالفتونو اوازې چې هغه به استفعی وکړی، د ا ټولی اوازې د ښاغلي زرداری په برخه کې موجودې دي. خو د ښاغلي زرداری نطاق فرحت الله بابر وايی چې داټولی اوازې د سنا د انتخاباتو له امله راپېدا شویدي.

ګلوبل پوست د سېاسی تحلېل کوونکېو له قوله لېکی چې د ښاغلی زرداری ګوند به د ا اانتخابات په ساده اکثرېت باندی وګټی اوېابه ېې ګټلو ته ورنېژدی وی. دغه انتخابات د بل کال دمارچ دمېاشتی لپاره ټاکل شوېدی. ددې دلېل داښودل کېږی چی دده ګوند په ملی او صوبايی اسمبلېو کې اکثرېت لري او دسنا غړي له همدی نه ټاکل کېږی.

د فېننشېل ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې:

دا جنجال له هغی ادعا نه راپېداشوېدی چې وايی ښاغلی زرداری ددې اجازه ورکړی وه چې ېو پټ اوسري مکتوب امرېکا ته ولېږل شی او له هغوی نه غوښتنه وشی چې دهغه پلان ملاتړ وکړي چې دپاکستان په پوځ باندی ملکی حاکمېت په بشپړه توګه ټېنګ شی. داکار له هغو جنجالی ورځو نه وروسته شوی و چې دامرېکا خاصو قواو پر بن لادن باندی په پاکستان کې چپاوي برېد وکړاوهغه ېې دمی په مېاشت کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې وواژه.

ورځپاڼه لېکی چی دغی ادعا د پاکستان پوځ ډېر سخت په غوسه کړېدی. پوځ دهغه پټ اثر اورسوخ او نفوذ ساتنه په کلکه کوي چې په دې تېرو څولسېز کې ېې د نظامی حکومت په ترڅ کې لاسته راوړی دی. دفېننشېل ټاېمز رپوټ وايی چې د پوځ مشرتابه ښاغلي زرداری ته له هغه وخت راهېسی د شک په نظر کتل چې په 2008 م کال کېې قدرت ترلاسه کړ.

د فېننشېل ټاېمز ورځپاڼه په پاې کې لېکی چې ددغی اندېښنی د شدت اوغټوالی اندازه له دېنه ښکاری چې د پوځ لوی درستېز جنرال اشفاق کېانی د پاکستان ستری محکمی ته په ېوه بېانېه کې وېلې دی چې ددغه راز مکتوب لېکل، د پاکستان ملی امنېت ته دتاوان رسولو ېوه هڅه ده. فېننشېل ټاېمز لېکی چې دغه خبری د پاکستان په ورځپاڼؤ کې د جمعی په ورځ د جنرال اشفاق کېاني له قوله خپرې شولی. هغه دغه خبری د پنجشنبی په ورځ د پاکستان ستری محکمی ته داستشهاد اوګواهۍ په تر څ کې کړی وې.

فېننشېل ټاېمز لېکی :

د پاکستان ستره محکمه په هغه عرېضه باندی غور کوی چې د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشرېف چې غټ سېاسی اومخالف مشردی، ورکړېده. نوازشرېف غوښتنه کړېده چې د ستری محکمی قاضېان ددغه لېک په برخه کې بشپړ تحقېقات پېل کړي.

د فېننشېل ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې د سترې محکمی له خوانه په دې برخه کې تحقېقاتو د ښاغلی زرداری ملاتړي اوپلوېان پرېشانه کړېدی. له هغوی سره داوېره ده چې ددغه مکتوب مسلی پوځ ته د ښاغلی زرداری د کمزوری ملکی حکومت خلاف د فشار اچولو ېوبل ټکی هم په لاس ورکړېدی. دهمدغه مکتوب د پېښی له امله تېره مېاشت په واشنګټن کې د پاکستان سفېر حسېن حقانی چې د ښاغلی زرداری نېژدی ملګری دی، استعفې وکړله.

XS
SM
MD
LG