د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پارلماني انتخابات په بهرنیو مطبوعاتو کې


د افغانستان پارلماني انتخابات په بهرنیو مطبوعاتو کې

د افغانستان پارلماني انتخابات په بهرنیو مطبوعاتو کې

د شنبې د ورځې په تقریباً ټولو مطبوعاتو کې په پارلماني انتخاباتو کې د برخې اخیستنې په خاطر د افغانستان د ولس د زړه ورتیا ستاینه شویده.

په امریکا کې چاپ کیدونکي د وال سټریټ جورنال ورځپاڼې پخپلې یوې مقالې کې لیکلي دي، سره لدې چې طالبانو په ټول هیواد کې خال خال حملې وکړلې او دې دې هڅه یې کوله چې خلک د رایه ورکونې نه ایسار کړي خو زړه ور افغانان د رایو مرکزونو ته داسې په کتارونو کې ولاړ ؤ تا به ویل چې دلته د مرستې مواد ویشل کیږي.

ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د یوې ویاندې میرمن مرزیې صدیقي سلیم له قوله لیکلي دي چې دا ځل په انتخاباتو کې د خلکو ونډه په هغې اندازه نه وه لکه څومره چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې وه، مرزیه صدیقي وايې چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په پرتله په پارلماني انتخاباتو کې د خلکو برخه اخیسته دیرش په سلو کې کمه وه خو بیا هم هغوي د خلکو د برخې اخیستې نه راضي دي.

د پارلماني انتخاباتو د امنیت ساتنې په برخې کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمري بشري ورځپاڼې ته ویلي دي سره له دې چې طالبانو د هیواد په ځینو برخو کې مرګانۍ حملې وکړلې خو داسې کومه ستره پیښه نده شوې چې د انتخاباتو پروسې ته پکې زیان ورسیږي. د دفاع د وزارت ویاند تورن جنرال ظاهر غظیمې بیا ورځپاڼې ته ویلي دي چې د طالبانو دا شان وړې حملې هره ورځ کیږي او دفاع کول یې د هیواد د امنیتي قواوو لپاره دومره ګران کار ندی.

په عین حال کې په انتخاباتو کې د ټګۍ برګې ځينې رپوټونه هم په ورځپاڼو او خبري اژانسونو کې خپاره شویدي. د رویټرز خبري اژانس پخپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې ځینو رایه ورکونکو د خپلو ګوتو نه د انتخاباتو ځانګړی رنګ پاک کړی ؤ او د دې هڅه یې کړې وه چې د دویم ځل لپاره رایه ورکړي.

اژانس وایي چې د دې سربیره امنیتي قواوو او د انتخاباتو څارونکو په سل ګونه د انتخاباتو جعلي کارتونه نیولي دي. همدارنګه د کابل په ولایت کې یو تن ونیول شو چې خپله ګوته یې پاکه کړې وه او د دویم ځل لپاره د رایې د ورکولو هڅه یې کوله.

د انتخاباتو یو شمیر کارکوونکو او څارونکو خپل د شکایت غږ پورته کړیدی او اژانس ته یې ویلي دي چې د ګوتو د نښې کولو لپاره چې د ګومو رنګونو نه کار اخیستل کیږي، په هغې کې آبي رنګ په آسانۍ پاک کیدلی شي خو تور رنګ بیا نه پاک کیږي.

اژانس وایی د لوګر په ولایت کې یو تن د دریو سوو جعلي کارتونو سره او یو بل تن د ننګرهار په ولایت کې د پنځه سوه جعلي کارتونو سره امنیتي قواوو نیولي دي. او همدارنګه د هلمند په ولایت کې د یوې ښځینه کاندیدې لور نیول شویده چې پنځلس سوه رایې ورسره وي او غوښتل یې چې استعمال یې کړي.

همدارنګه د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسون د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي چې په ځینو ځایونو کې د رایو مرکزونه ناوخته پرانیستل شویدي، د رایو په ځینو مرکزونو کې په کافي اندازه د رایو پاڼې نه وې او همدارنه ځینو داسو کسانو رایه ورکړیده چې د واجب شرایط نه وو.

د امریکا یوې بلې مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز بیا د نن ورځې په ګڼې کې لیکلي دي چې د پارلماني انتخاباتو چارې د کندهار په ښار کې تر ټولو زیاتې د مشکل سره مخامخ وې، ورځپاڼې د افغانستان د ملی امنیت د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې ندی اخیستل شوی، لیکلي دي چې سهار مهال هر نیم ساعت وروسته د کندهار په ښار کې د چاودنو غږونه اوریدل کیدل او مخالفینو پدغه ښار باندې دیارلس د راکټ حملې کړیدي.

ورځپاڼه وایي چې د کندهار والي توریالی ویسا پخپله د رایو مرکزونو ته تللی ؤ او خلک یې دیته هڅول چې رایه ورکړي خو د هغه موټر د سړک د غاړې په یوه بم والوزول شو او د هغه زغره لرونکی موټر یې یو څه ورخراب کړ خو چاته پکې مرګ ژوبله وانه وښتله.

نیویارک ټایمز د شکایتونو په برخې کې د انتخاباتو د یوه ناظر عبدالهادي چې د انارکلی هنر یار لپاره یې کار کاوه ویلي دي چې د رایو په مرکزونو کې د رایه ورکونو نه ناظرین زیات ؤ، هغه وایي چې دا د رسوایۍ خبره ده ځکه چې په یوې لیسې کې چې د رایو د مرکز په صفت ترینه ګټه اخیستل کیده، هلته هیڅ رایه اچونکی نه ؤ خو په زرګوتنه ناظرین هلته ولاړ ؤ او د رایو څارنه یې کوله.

په ورځپاڼو کې په پارلماني انتخاباتو کې د میرمنو د ونډې په اړه ویل شویدي چې په هغو ولایتونو کې چې امنیتي وضع یې ښه ده نو د سړیو تر څنګ زیات شمیر میرمنو هم برخه اخیستې وه خو د کندهار ولایت د ډنډ په ولسوالۍ کې سره لدې چې د میرمنو لپاره د رایو ځانګړی مرکز جوړل شوی ؤ مګر هیڅ یوې میرمنې هم هلته د رایې اچولو لپاره نده ورغلې او د کندهار په ښار کې بیا یوازې درویشتو میرمنو سهار مهال رایه ورکړیده.

په ورځپاڼې کې د طالبانو لخوا هغه شب نامې او اخطارونه هم چاپ شویدي چې د د کندهار خلکو ته په انتخاباتو کې نه برخې اخیستلو په اړه خپرې شویدي.

په برتانې کې چاپ کیدونکي د ټیلګراف ورځپاڼې هم د پارلماني انتخاباتو په اړه یوه مقاله خپره کړیده، ورځپاڼې د مقالې په یوې برخې کې لیکلي دي چې زیات شمیر افغانان به ښایي سږ کال د پارلمان د پخوانیو غړو پر ځای ځوانانو او نویو څیرو ته رایه ورکړي ځکه چې د ورځپاڼې پر وینا د پارلمان پخوانیو غړو خپلې شوې ژمنې تر سره نکړې او پخپلو ژمنو یې وفا ونکړه.

ورځپاڼه وایي چې کاندیدانو پخپلوانتخاباتي مبارزو کې زښته زیاتې پیسې مصرف کړیدي او وایي چې هغو کاندیدانو تر ټولو زیاتې پیسې مصرف کړیدي چې یا د والیانو او یا هم د وزیرانو خپل خپلوان دي.

د شکایتونو په برخې کې د ټیلګراف ورځپاڼې په پای کې لیکلي دي چې په ځینو ولایتونو کې کاندیدانو خلکو ته د هغوي د رایو په مقابل کې د پیسو د ورکولو وړاندیز کړی ؤ.

ورځپاڼه وایي چې د وردکو په ولایت کې خلکو ته د هغوي د رایې په مقابل کې د شپږو ډالرو ژمنه شوې وه او د پروان په ولایت کې د انتخاباتو یوه مامور ویلي دي چې یوه مفسد چارواکي ورته ټیلفون کړی ؤ او ورته یې ویلي ؤ چې جعلي رایې دې په شل ډالره د خلکو نه واخلي.

XS
SM
MD
LG