د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د امریکايي پوځ د پاتې کېدو د پلان هرکلی وکړ


د امریکا د دفاع وزیر تیره میاشت په کابل کې د ولسمشر غني سره وکتل

د امریکا د دفاع وزیر تیره میاشت په کابل کې د ولسمشر غني سره وکتل

افغانستان د هغو راپورونو هر کلی کړی چې وايي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمولو له پلان څخه تېریږي.

وړاندې داسې ویل کېدل چې متحده ایالتونه به د ۲۰۱۵ کال تر پایه په افغانستان کې یوازې ۵۵۰۰ سرتېري پرېږدي او نور به یې را وباسي، خو اوس ویل کیږي چې په افغانستان کې پوځي قومندانانو په ډېر شمېر کې د سرتېرو د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین په نیویارک کې خبریالانو ته وویل د دې اړتیا شته چې امریکا په اففانستان کې واقعیتونو ته په کتو او له افغانستان سره د خپلې ستراتیژیکې ملګرتیا په اساس حالات وارزوي او د خپل پوځ د ویستلو د پلان پر څرنګوالي بیا کتنه وکړي.

ده وویل " موږ په دې باور یو چې په افغانستان کې واقعیتونو ته په کتو د پوځ د ویستلو پر پلان باید له سره کتنه وشي چې افغانستان له امنیتي ستونزو سره د مبارزې کولو لپاره لا ښه جوګه شي."


د ډېرو سرتېرو د پاتې کېدو غوښتنه

د امریکا د پوځ مشرانو له ولسمشر اوباما نه غوښتي چې په افغانستان کې دې ډیر عسکر پاته شي.

که څه هم تر اوسه پورې د عسکرو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې، خو چارواکي وايي چې د ١٠٠٠٠ امریکايي عسکرو نه چې اوس په اافغانستان کې دي، زیاتره به یې په نوي عیسوي کال ته هم په افغانستان کې پاته شي. په دې اړه به رسمي اعلان بلې اونۍ ته، د ولسمشر اشرف غني د سفر په مهال، وشي.

د دوشنبې په ورځ، د خبرې غونډې په مهال، د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست د عسکرو د شمیر په اړه، چې په افغانستان کې به پاته کیږي، د تبصرې نه ډډه وکړه.

خو ویاند ارنست وویل چې «زه تاسو ته دا ویلی شم چې ولسمشر د خپل ملي امنیت د ټیم او په ساحې کې د قوماندانانو سره د افغانستان نه د عسکرو د استولو د مناسب شمیر په اړه سلا مشورې کوي.»

ارنست زیاته کړه چې «د ۲۰۱۷ کال په پیل کې، ولسمشر اوباما داسې یو حالت غواړي چې په افغانستان کې زموږ د پوځیانو شمیر نور هم کم شي او [زموږ پوځیان] یوازې په کابل کې پاته شي چې هدف به یې د سفارت ساتل او پوځي همآهنګي او همکاري وي.»

داسې نښې نښانې نه څرګندیږي چې ولسمشر اوباما دې د خپل پلان نه صرف نظر وکړي چې وايي د ۲۰۱۷ کال د جنوري په میاشتې کې به د افغانستان نه ټول امریکايي عسکر ویستل شي.

په پلان کې وه چې د روان عیسوي کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیر ٥٥٠٠ ته راکم شي. او د ۲۰۱۶ کال تر پایه به د امریکايي عسکرو شمیر نور هم راکم شي او دومره به وي چې د سفارت امنیت وساتي چې کیدای شي شمیر یې ١٠٠٠ ته راکښته شي.

XS
SM
MD
LG