د امریکا خارجه چارو وزارت ازبکستان ته تلونکو مسافرینو او هغو امریکایانو ته چې په ازبکستان کې اوسیږي یو خبرداری خپور کړی.
دا خبرداری پرون د دوشنبې په روځ خپور شو چې پکې ویل شوي د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې د سیمه اییزو تررستي ډلو او شبکو له خوا پر ملکي اهدافو باندې د بریدونو وېره موجوده ده.
په دې ډلو کې د د القاعدې او ازبکستان اسلامي نهضت نوم یاد شوی چې ویل شوي دوی ښایي په راتلونکي کې په ازبکستان کې د امریکا پر گټو د نویو حملو نیت ولري.
بل خوا، د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د خپل ملي امنیت د ډلې سره یوه ځای، په افغانستان او پاکستان کې د حالاتو مرتب څار ته په منظمه توگه دوام ورکوي.
په هغه اعلامیه کې چې پرون د دوشنبې په روځ خپره شوه سپنې ماڼۍ وویل چې جمهور رئیس ته د افغانستان د امنیتي حالاتو په باب تفصیلات وړاندې شول.
په دغو تفصیلاتو کې د طالبانو په ضد د جگړې پرمختگ او افغان پوځ ته د مسولیت سپارلو د پروسې کتنه تر سره شوه.
همدارنگه جمهور رئیس ته د القاعدې په خلاف د پاکستان سره د گډو همکاریو په ډگر کې د امریکا د هڅو په باب هم وروستي معلومات ورکړل شول.