د لاس رسي وړ اتصالات

د کریموف ناروغي او د اوزبیکستان ناڅرگنده راتلونکې


د بشري حقونو ډلې او یو شمیر حکومتونه پر اسلام کریموف باندې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر انتقادونه کوي
د بشري حقونو ډلې او یو شمیر حکومتونه پر اسلام کریموف باندې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر انتقادونه کوي

د اوزبیکستان مستبد مشر چې هیواد یې د روسیې، چین او لویدیځ ترمنځ د سختې سیالۍ ډگر دی، د مغزي سکتې وروسته د شنبې د ورځې راهیسې په روغتون کې بستر دی.

د ښاغلي کریموف لور لولا کریمووا تیلییوا په خپل انستیگرام پاڼه کې له خلکو غوښتي چې پلار ته یې دعا وکړي.

٧٨ کلن اسلام کریموف د پخواني شوروي اتحاد د کمونست گوند د سیاسي دفتر غړی و چې په ١٩٩١ کال کې د شوروي امپراطورۍ له ړنگیدو وروسته تر ننه په اوزبیکستان کې واکمن پاته دی. هغه کوم څرگند ځای ناستی نه لري او دا هیواد اوس هم په عمومي توگه د پخواني کمونیست گوند د غړو له لورې اداره کیږي.

په ازبیکستان کې د یو غښتلي اپوزیسیون او همداشان د آزادو رسنیو نشتون په دی معنی دی چې په دې هیواد کې د واک انتقال ښایي د کریموف د کورنۍ او لوړپوړو چارواکو د تصمیم له مخې وشي.

د رویترز اژانس وایي د واک د ویش پر سر نه موافقه کیدای شي دغه هیواد د بې ثباتۍ او شخړو سره مخامخ کړي. دا هیواد چې ٣٢ میلیونه نفوس لري د اوږدې مودې راهسیې د اسلامي سخت دریځو له گواښ سره مخامخ دی.

اوزبیکستان په کال ١٩٩١ کې د شوروي اتحاد د ړنگیدو په نتیجه کې خپلواک شو او له هماغه وخت راهیسې کریموف تر یوه حده په بریالیتوب سره وکړای شول چې د لویدیځ، چین او، روسیې ترمنځ په پخپلو اقتصادي او سیاسي اړیکو کې انډول وساتي.

د بشري حقونو ډلې او یو شمیر حکومتونه پر اسلام کریموف باندې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په خاطر انتقادونه کوي، خو ښاغلی کریموف وایي هیواد یې د اسلامي ملیشو د گواښ سره مخامخ دی چې له افغانستان څخه راځي او غواړي روسیې او لویدیځې اروپا ته مخه کړي.

ښاغلی کریموف ځوی نه لري چې د هغه په ځای واکمن شي. د هغه مشره لور گلناره د ٢٠١۴ کال راهیسې تر اوسه په عام محضر کې نه ده څرگنده شوی. څو رسنیو ویلي دي چې گلناره د پلار په امر په خپل کور کې تر څارنې لاندې ده. د ښاغلي کریموف دوهمه لور لولا په یونسکو کې د اوزبیکستان سفیره ده.

گلناره کریمووا د ٢٠١۴ کال راهیسې د پلار له خوا په خپل کور کې تر څارنې لاندې ده
گلناره کریمووا د ٢٠١۴ کال راهیسې د پلار له خوا په خپل کور کې تر څارنې لاندې ده

د اوزبیکستان د گاونډیانو په منځ کې یواځې ترکمنستان د خپل پخواني مشر سفر مراد نیازوف له مړینې وروسته چې د شوروي اتحاد له وخته واکمن و د ٢٠٠٦ کال راهیسې د یو لړ ملایمو سیاسي بدلونونو شاهد دی.

د اوزبیکستان بیوزلی گاونډی قرغیزستان د شوروي اتحاد له ړنگیدو وروسته د دوه خونړيو پاڅونونو او فرقه یي شخړو سره مخامخ شوی.

د اوزبیکستان بل گاونډی تاجیکستان په ۱۹۹۰ کې د سختې کورنۍ جگړې سره مخامخ شو. یو شمیر هغه جنگیالي چې هغه وخت د تاجکستان د حکومت پر ضد جنگیدل د اوزبیکستان د اسلامي غورځنگ غړي وو.

د اوزبیکستان اسلامي غورځنگ چې په هغه هیواد کې یو ممنوع شوې ډله ده په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو ته او اوس یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته بیعت کړی دی.

XS
SM
MD
LG