د لاس رسي وړ اتصالات

شوکت میرزایوف د ازبکستان موقت جمهور رئیس شو


د ازبکستان موقت جمهور رئیس میرزایف د ولادیمیر پوتین سره د کتنې پر وخت
د ازبکستان موقت جمهور رئیس میرزایف د ولادیمیر پوتین سره د کتنې پر وخت

د ازبکستان پارلمان د هغه هیواد صدراعظم شوکت میرزایوف د موقت جمهور رئیس په توگه وټاکه.

د رویترز خبري اژانس وایي دوی د میرزایوف د ټاکنې خبر د یوې سرچینې څخه ترلاسه کړی چې د پارلمان لاس لیک شوې پریکړه یې کتلې ده.

د ازبکستان پخوانی جمهور رئیس اسلام کریموف د جمعې په ورځ د ۷۸ کلونو په عمر مړ شو، هغه ٢٧ کاله واکمن و.

ښاغلي میرزایوف په همدې اونۍ کې د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره وکتل چې ازبکستان ته یې سفر کړی و.

ښاغلي پوتین په خپلو خبرو کې د ازبکستان د پخواني مشر، اسلام کریموف، پر ځای ناستو غږ وکړ، چې د هغه جدي تګلاره او پالیسي تعقیب کړي.

د ازبکستان د اساسي قانون له مخې باید د جمهوري ریاست انتخابات د دریو میاشتو دننه ترسره شي.

د موقت جمهور رئیس په توگه د ٥٩ کلن میرزایف په ټاکلو سره د ازبکستان پارلمان د هغه هیواد د سنا مجلس رئیس نعمت الله یولداشیف له پامه وغورځاوه چې د اساسي قانون له مخې یې باید د کریموف له مړینې وروسته په انتقالي دوره کې د هیواد مشري کړی وای.

خو ښاغلي یولداشیف چې ډیر شهرت نه لري، وایي د پوره تجربې د نه لرلو په وجه دا کار نه شي کولای.

کریموف د سرسختې پالیسۍ سره سره بیا هم د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکو کې خپل انډول ساتلی و، خو د بشري حقونو ځینو ډلو پرې په ازبکستان کې د اورپکو پر ضد د سخت چلند له کبله انتقادونه کول.

د منځنۍ اسیا د چارو څیړونکي وایي دوی تمه نه لري چې د میرزایف په ټاکلو سره دې ددې ٣٢ میلیونه نفوس لرونکي هیواد په پالیسو کې کوم عمده بدلون رامنځ ته شي.

د رویترز اژانس وایي ازبکستان د انرژۍ د منابعو لرونکی یو بډایه هیواد دی چې روسیه، د امریکا متحده ایالات او چین غواړي په کې خپل نفوذ پراخ کړي.

XS
SM
MD
LG