د لاس رسي وړ اتصالات

وانده:انتخابات د افغانستان لپاره د مشروعیت ېونوی پړاودی

  • نسېم ستانېزى

ډاکټره وانده فیلباب براون وايي په افغانستان کې دکوکنارو د کرلو ېو ستر دلیل دوامداره نا منتي ده.

ډاکټره وانده فیلباب براون وايي په افغانستان کې دکوکنارو د کرلو ېو ستر دلیل دوامداره نا منتي ده.

د ملگرو ملتونو چارواکي اټکل کوي چې د مخدره موادو تجارت افغانستان په څو برخو وېشلی شي او په ېو جنايي دولت ېې بدلولی شي. رپوټ وايی چی افغانستان د کال د یوبلېون په اندازه گټه چې ساری نلري د اپینو له تولیدنه لاسته راوړي. د افغانستان د مخدره په گټه کې د پنځو نه څلور برخې قاچاقبران اخلي.

ډاکټر برون ملگرو ملتونوپه ېوه رپوټ کې څه موده مخکې اټکل وکړ چی د مخدره موادو تجارت افغانستان په څو برخو وېشل شي او په ېو جنايي دولت ېې بدلولی شي. دملګرو ملتونو ماهران خبرداری ورکوي چې پکارده غرب په دې کې خپلې هڅې زیاتې کړي چې په افغانستان کې د اپین دتولید ستونزه اواره کړي.
دملګرو ملتونو رپوټ داهم وايي چې افغانستان د کال د یوبلیون ډالرو په ا ندازه ګټه چې ساری نلري د اپینو په تولید کې لاسته راوړي.ستاسې اټکل په دې برخه کې څه دې څې د مخدره پرېمانه پېسې په آېنده افغانستان څه اغېزې لري او د آېنده حکومت پر تشکیل به څه اغېز ې وکړي؟


ډاکټر وانډا براون وویل: لومړی خو زه غواړم داخبره سپینه کړم چې افغانستان به په څو مختلفو ولاېتونو ونه وېشل شی چی دمخدره موادو قاچاقبران ېې مشرتوب وکړي. زه فکر کوم چې کومه بې ثباتې چی له 2014 نه وروسته راځی، نو هغه به ېولړ سېمه ئېزې کورنۍ جگړې وې، خو ددې سبب به نشی چې داهېواد په څو برخو ووېشل شی. لږ تر لږ زه په دې نېژدې وخت کې ددې اټکل نشم کولی.
خو ددې ترڅنگ زه فکر کوم چې د قدرت برخی به د مرکزی حکومت نه کمې شې او ځايي حکومتونو او چارواکېو ته به په لاس ورشي. په دې کې زېاتره د مخدره موادو په قاچاق کې لتاړ دي. داخبره څه نوې نده. خو سره له دې هم افغانستان ترزېاتې اندازې پورې ېو مرکزې حکومت او قدرت لري. خو زه داهم اورم چې ډېر ځايی قدرتمن خلک بېا دواک اوقدرت د لاسته راوړلو لپاره هڅې کوی او نوې ملېشې راجلبوی، او د افغانستان د ځايي پولېسو په نامه ېې ېادوي. په دغو قدرتمنو کسانو کې ېوشمېر داکو شش کوی چې اقتصادي اړخ ته ېې هم پام وکړي او له همدې امله د ا پېن اوهیروئېن قاچاق او تجارت مخ په غوړېدو دی."

ډاکټر براون د ملگرو ملتونو رپوټ او دافغانستان ېوشمېر خلک وايی چې د ترېاکو کروندگرو سږکال زښت ډېر کوکنار کرلي دي، ستاسې په نظر ددې زېاتو الی عامل ېا عوامل څه دي؟
ډاکټرې وانډه براو وویل:" د کوکنارو د کرلو او زېاتو الی څو علتونه کېدلی شي. په دې کې اول لمبر دلیل په افغانستان کی دوامداره نا امني ده چې په تېرو ډېرو کلونوکې زېاته شوېده.

دوېم دلیل دادی چی داسی هېواد نشته دی چې په موثره توگه د غېرقانونی کوکنارو او نور مخدره توکېو کرل بند کاندي او نا امني هم پکې موجوده وي.
په افغانستان کې بغاوت موجود دی ا و بغاو ت چې مات شی او حکومت ېې وگټي او ېاېې ېاغېان وگټی او د کوکنارو سېمې دېوه قدرت ترکنترول لاندې سی له هغې نه وروسته بېا د غېرقانوني مخدره توکېو د کرلو د بندیدلو تمه کېدلی شی.
د غېرقانونی مخدره توکېو د بندلو لپاره دوه ساده او بسېطی لارې شته دي ېوه د زور زېاتی او ظلم له لارې ده، او دخلکو مجبورول دی ، طالبانو په همدې توگه په 1999 او 2000ترمنځ د مخدره موادو په کمولو او له منځه وړلو باندې غلبه حاصل کړې وه. خو له دې نه مخکې هغو ی په 1995 او 1999 کې په فعاله توگه پکې برخه ا خېستی وه. بله مسله د مخدره موادو د کرنې مالیه چې کروندگرو ته اجازه ورکول کېږی چې کوکنار اونور توکي وکري.
دمخدره موادو د ځپلو بله لاره داده چې منظم اقتصاد ته وده ورکړل شي. خو داکارونه ډېر وخت او ډېرې زېاتې منابع غواړي.

متبادل معشېت ېاد منظم اقتصاد تقویه کول
ډاکټر براون په افغانستان کې ددغه راز پروگرامونو دعملی کولو په برخه کې داسې وویل:" په دنېاکې دافغانستان په څېر بل هېواد نشته چې ددغو پروگرامو نو عملی کول پکې دومره گران وي لکه څومره چې په افغانستان کې گران دی. البته که موږ دا په نظر کې ونېسو چې هلته څومره فقر موجود دی او څومره تخریب په دې تېرو څو کلونو کې منځته راغلی دی. قانونی اقتصاد څومره کمزوری دی، دقانونې ادارو کمزوري موجوده ده او نور زېربنايي بنسټونه په هېواد کې زېانمن شوېدی.

وسله وال بغاوت او د کوکنارو زېاتېد له ېوبل سره تړاو لري

وسله وال بغاوت او د کوکنارو زېاتېد له ېوبل سره تړاو لري



دکولمبېا په څېر پرمختللو هېوادونو کې هم ددغو پروگرامونو په عملی کولو باندې څو لسېزې وخت و لگېده. په پروگرامونوکې جبری پروگرامونه او د متبادل ژوند او کرنې پروگرامونه چې تشویقی بڼه ېې لرله شامل وو. خو سره له دې ېې هم محدودې اغېزې لرلې. په ېوبل هېواد پېرو کې بېا د متبادل معشېت پروگرامونه مو ثر ثابت شول.

په دې ترڅ کې د کامیابۍ ستر مثال تاېلند دی چې ډېر کامېاب پروگرام پکې د متبادل معشېت پروگرام و خو دېرش کاله وخت پرې ولگېده چې عملی شی او بالاخره ېې د کوکنارو کرل له منځه ېووړل. تاېلند له افغانستانه وړوکی دی خو د کوکنارو په کرلو کې ډېر غنی و. په تاېلند کې دېوې پرتلی له مخې ترزېاتې اندازې پورې دکرنی زمکه د اتلسو زرو او نونس زرو هکتارو په شاو خو اکې وه. په داسې حآل کې چې په افغانستان د 150 نه نېولی تر 160 زره هکتاره زمکه کې د کال کوکنار کرل کېږی.

ډاکټر براون په افغانستان کې د کوکنارر دکرلو د زېاتوالی په برخه کې داسې وویل: په دې توگه په افغانستان کې په بشپړه توگه غېرواقعی توقعات موجود وو، چې ېا به د کوکنارو د کرونکېو ځپل ا و ېابه متبادل معشېت دمخدره موادو د زېاتوالی مخنېوی وکړی شی. په داسی حال کې چې په کوم ځای کې چې دوامداره ناامنی او دوامدارې جگړې ا و تشدد موجود وي او دمخدره موادو ستونزه دې ډېره ژر پکې اواره شی، داتمه نشی کېدلی.

له بل پلوه د متبادل معشېت ډېر پروگرامونه په داسې ډول جوړ شوي ووچې د بزگرانو لپاره ډېر څه پکې نه وو. په ځېنو ځاېونو کې ېې خلکو ته غنم ور کول او په ځېنو ځاېونو کې نغد ې پېسې ورکولی. داېوه لاره هم سمه لاره نه وه چې دمتبادل معشېت پروگرامونه پکې عملی شی او ېا منظم اقتصاد پکې پرمختگ وکړی او وغوړېږي.
XS
SM
MD
LG