د لاس رسي وړ اتصالات

د هوګو چاویز د مړینې وروسته د ونزیویلا وضیعت


د هوگو چاوېز د مړینې سره سم داسې پوښتنې رامنځ ته شوي دي چې په راتلونکي کې به په وېنزویلا کې دننه او د واشڼگټن په گډون د نورو هېوادونو سره د وېنزویلا اړیکې څنگه وي. د کارپوهانو په باور داسې نه ښایې چې د واشڼگټن او کاراکاس ترمنځ ترینگلې اړیکې دې دومره ژر ښه شي.

د هوگو چاوېز ملاتړي پداسې حال کې د هغه په مړینه خواشینه دي چې د هغه هېواد دننه او بهر زیات شمیر خلک د وینزویلا د راتلونکې په اړه پوښتنې لري.

هوگو چاوېز پخپل ژوند کې په نړیواله ډگر کې یو ناانډوله رول ولوباوه او تر ډیره حده یې د امریکا متحده ایالتونه چلنج کول، او په دې باور و چې د امریکا متحده ایالتونه غواړي پر لاتینې امریکا باندې اقتصادي او سیاسي تسلط ولري.

میکل شفترپه واشڼگټن کې د انټر امریکن ډیالوگ د مؤسسې مشر دی، هغه وایي: «هغه قدرت طلبه سړی و، تاسې په واقعي توگه چاویز نشی درک کولای تر هغه پورې چې تاسې قدرت ته د هغه په لېوالتیا خبر نشئ، لکه څنگه چې هغه عمل کاوه، څه یې چې وکړل او هغه څه چې هغه ونشو کړای. دا کار په وېنزویلا او په لاتینه امریکا کې د قدرت په معنی او د یو ستر نړیوال ځواک د چلنج کولو په معنا و

چاوېز په وار وار پر متحده ایالتونو دا تور لگاوه چې غواړي د وېنزویلا سوسیالستي انقلاب بد نامه کړي. په ٢٠٠٢ م کال کې د یوې ناکامې کودتا هڅه چې په پټه خوله د جورج بوش د ادارې لخوا یې ملاټړ کېده، ددې سبب شو چې د امریکا پر وړاندې د چاوېز او د هغه د ملاتړو مخالفت لا نور هم زیات شي، او داسې نښکاري چې دا مخالفت ژر تغیر ومومي.

په یوه غونډه کې چې د چاوېز د مړینې په ورځ جوړه شوې وه، مرستیال جمهور رئیس، نیکولاس مدورو پر واشڼگټن تور ولگوو چې غواړي وینزوېلا بدنامه کړي او ورسره سم د دوو تنو امریکایې دپلوماتانو د هېواد څخه د ایستلو اعلان یې هم وکړ.

د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز کارپوخ کارل میچم وایي، دا خبرې د راتلونکو اړیکو لپاره ښې نه بریښي.

« داهماغه د چاوېز د پخوانیو خبرو دوام دی چې په وېنزوېلا کې د روانو ستونزو پړه به یې تل په متحده ایالتونو او یا نورو بهرنیو نهادونو اچوله
ددې ټولو ستونزو سره سره، وینزویلا متحده ایالتونو ته د تېلو ستر صادرونکی هېواد دی او آن د وینزویلا یوه غیر انتفاعي ډله بې وزلو امریکایانو ته د سونگ لپاره تېل په وړیا توگه ورکوي.

د امریکن پوهنتون استاد فلیپ برینر وایي، دا کار دا په ډاگه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې کیداشې ښې شي البته که چېرې واشڼگټن ځني واقعیتونو ته پام وکړي.« زما په فکر دا ډېره مهمه ده چې باید په یاد یې ولرو چې وینزویلا هیڅکله زموږ د تیلو د بندولو گواښ ندی کړی، وېنزویلا هیڅ داسې کار ندی کړی چې د امریکا گټو ته تاوان ورسوي، خو د متحده ایالتونو نفوذ یې چلنجاوه».

ټاکل شوې ده چې د اوس لپاره مرستیال جمهور رئس، مدورو د هېواد چارې پرمخ بوځي او د میچل شېفتر په وینا کیدای شي د واشڼگټن سره په اړیکو کې ډیر واقعبینه وي.

د وینزویلا خلک د جمهور رئیس هوگو چاویز مړي ته د درناوي وروستني مراتب وړاندې کوي. د چاوېز مړی د چهار شنبې په ورځ په کاراکاس کې پوځي اکاډمۍ ته وړل شوی او پدې مراسمو کې د چاویز د کورنۍ ترڅنگ د ارجنتاین، بولیویا او یوروگووای جمهور رئیسانو هم گډون کړی و. ټاکل شوی ده چې د جمعې په ورځ د هغه د خښولو مراسم پرځای شي.
XS
SM
MD
LG