د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما: د جگړې د سابقه دارانو د خدمت دود بدلوم


ولسمشر اوباما او مېشل اوباما د جگړې قربانېانو ته په تکزاس کې ددرناوي مراسم پرځای کوي
ولسمشر اوباما او مېشل اوباما د جگړې قربانېانو ته په تکزاس کې ددرناوي مراسم پرځای کوي

دېوې ادعا له مخې د جگړی 40 تنه سابقه دار عسکر په داسی حال کې مړه شول چې علاج ته ېې انتظار کاوه.اوس په دې برخه کې دامریکا په 26 روغتونونو کې تحقیقات روان دي.

امریکایان هرکال دمې په وروستۍ اونۍ کې د جگړې د سابقه دارانو دېادونې ورځ لمانځي، او دخپلو هغو عسکرو درناوی کوي چی ددې هېواد لپاره ځانونه قربان کړیدي.
خو سږکال په همدې لړ کې د فیدرالی حکومت په هغه اداره کې ېو جنجال روان دی چې وايي د سابقه دارانو عسکرو دخدمت په برخه کې پاتی راغلې ده.
د امریکا غږ خبریال براین پاډین وايي په دې اداره کې تقلب او بې پروايي ددې سبب شوه چې په زرگونو ناروغ او زخمی عسکر دېته اړ شی چې په مېاشتو مېاشتو د ډاکټر لېدلو ته انتظاروکړي.
اېریک شنسکي د جگړې د سابقه دارانو د چارو وزیر
اېریک شنسکي د جگړې د سابقه دارانو د چارو وزیر

ددغو رپوټونو او ادعاگانو له امله چی د جگړی د سابقه دارانو له جملی نه ېو څو تنه حتی په داسی مرگ مړه شول چې که په خپل وخت ېې علاج شوی وای نو چاره ېې کېدلی شوله.
او ولسمشر اوباما وايي چی دی به هغه ټول چارواکي مسوول وبولي او حساب به ورسره وکړي چې په دغه راز بې قانونه عمل کې لاس لري. ولسمشر اوباما په دې اړه وویل: که دغه ادعاگانې درستې ثابتې شي، نو دا دشرم وړخبره ده، ناشاېسته اوقبیح عمل دی. لنډه ېې داچې زه به ېې هېڅکله تحمل نکړم".

په دې برخه کې په 26 روغتونونو کې تحقیقات روان دي. په دې کې د آریزونا، د فېونېکس روغتون هم شامل دی. دېوې ادعا له مخی هلته د جگړی 40 تنه سابقه دار عسکر په داسی حال کې مړه شول چې علاج ته ېې انتظار کاوه. ېوبل رپوټ وايی چې په دغه روغتون کې د منتظرینون ېو پټ لېست و او په دې توگه ېې غوښتل چې د څومېاشتواو ږدی مودې انتظار پټ وساتي.

د جگړې د سابقه دارانو په روغتونو کې دا گڼه گوڼه ځکه زېاته شوېده چې له عراق اوافغانستان نه زېات شمېر عسکر راستانه شوي دي او علاج ته اړتېا لري. پردې سر بېره د ویتنام د وخت د جگړې سابقه دارانو ته هم د ډول ډول علاج لپاره نوې اسانتېاوې برابرې کړی شویدي.

هغه کسان چې د جگړی د سابقه دارانو پر وزارت انتقاد کوی هغوی وايی چې په دې وزارت کې د مامورانو له خوانه په اسنادو کې جعلکاري او درواغ ددې څرگندونه کوي چې له ېوې خوانه داسیستم نور مات ، بېکاره او د جنایت حدته رسېدلی دی.

لوئېس چلي د امریکا د نظامېانو د قانوني چارو رئېس وايي د جگړې د سابقه دارانو ټولنه له ولسمشر اوباما نه غواړي چې سمدلاسه د جگړې دسابقه دارو نظامېانو د چارو وزیر اېرېک شېنسکي له وظیفې نه برطرف کړي. لوئېس چلي په ېوه غونډه کې وویل: موږ پوهېږو چې دغه وزارت له ډېرپخوا راهیسې ستونزې لري او داضرورده چې دغه دود پکې بدلون ومومي. موږ فکر کاوه چې شېنسکي چې راشی نو داکاربه وکړي، خو له هماغه وخت راهیسې چې دی راغلی دی، موږ نور دغه راز باور نلرو."
جمهوری خواه سناتور جان مکېن
جمهوری خواه سناتور جان مکېن


کانگرېس له قانوني پلوه په دې کار کوي چې هغه اداری مدیران چې سم کار نه کوي په اسانۍ سره له کار نه برطرف کړی شي. سناتور جان مکین چی په خپله ېې د وېتنام په جگړه کې زخمونه خوړلي وو، وايي چې له جگړې نه راستانه شوي پوځیان تردې د ډېرو ښو خدماتو وړ او مستحق دي: پکارده موږ دهغو قربانېو، ارځښت ولرو چې زموږ لپاره کېږي. داچی موږ دهغو کسانو څه ډول خدمت کوو چې زموږ لپاره ېې زښتې ډېرې قربانۍ ورکړې دي. دا د ېوملت د شخصېت ازمېښت دی. نن موږ په دغه آزمېښت کې ناکامېږو. "

په دغه برخه کې لاتحقیقات روان دي. او د جگړې د سابقه دارانو پر وزیر اېرک شنسکي باندې زښت ډېر انتقادونه کېږی،خو سپینه ماڼۍ لاتراوسه پورې دهغه ترشا ولاړه ده.

ولسمشر اوباما وايي دی غواړی چې په دغه نظام اودود کې بدلون راولي: زه غواړم چې نن د جگړې هر سابقه دار پوځي په دې پوه شي، چې موږ به هرهغه څه چې په دې وزارت کې وران دي، سم کړو. ترهغه وخت پورې چې ماته ستاسی دخدمت کولو وېاړ راپه برخه دی او زه د اردو،د اعلی قوماندان په توگه ستاسې خدمت کوم، زه به په دې لاره کې هڅو ته ادامه ورکړم چی په هغه ډول ستاسې خدمت او پاملرنه وشي، او فرصتونه او اسانتېاوی درته برابری شی چې تاسی او ستاسې کورنۍ ېې مستحقه ده.

د جگړې د سابقه دارانو دېادونې، په ورځ، امریکا ېان په دودیز ډول، دهغو عسکرو ېادونه اولمانځنه کوی چې دخپل هېواد لپاره ېې په جگړو کې برخه اخیستې وي او د خپل ژوند قرباني ېې ورکړې وي. خو سږکال به ډېر خلک په دې هم خبری کوي چې ددې هېواد مسوولېت د جگړی دهغو پوځېانو په برخه کې څه دی چی په جگړو کې ېې برخه واخېستله ، له جسمي اوروحي کړاونو سره مخامخ شول، خو ژوندي پاتې شول او بېرته راستانه شول.
XS
SM
MD
LG