د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: د تیروکلونو د سولې هڅو نتیجه نه ده ورکړې


د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال وایي چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ له ثبات سره تړلی دی.
د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال وایي چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ له ثبات سره تړلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش وایي چې په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کیدو لپاره د پراخو هڅو سره سره د سولې هڅو کومه نتیجه نه لرله.

ښاغلي دانش نن د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې چې د سولې د ټنګیدلو لپاره د افغانستان د خلکو د خبرو اترو د ملي کنفرانس ترعنوان لاندې جوړه شوې وه د خبرو په وخت وویل چې برعکس دغه هڅې په افغانستان کې د ناامنۍ او زورزیاتي د پیښو د ډیریدو سبب شوي دي.

ښاغلي دانش وویل" د ترورستي ډلو د فعالیتونو پراخیدل، د ځانمرګو بریدونو زیاتیدل، په ځینو سیمو کې د سخت دریځو افکارو وده، د نا امنیو پراخیدل او د لانجو زیاتیدل په تیرو کلونو کې ددغه بهیر د ناکامۍ په نښو کې شمیرل کیدای شي".

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال وایي چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ له ثبات سره تړلی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال وویل چې باید د سولې په بهانه عدالت قرباني نه شي.

ښاغلي دانش وویل"که د سولې په لاره کې هرڅه د تحمل وړ وي د قانون حاکمیت، د عدالت پلي کیدل او د هیواد د اساسي قانون ارزښتونه،د شریعت احکامو ته درناوی،ملي فرهنګ اوپه ولسواکۍ ولاړ سیاسي نظام، د خلکو اساسي حقوق او ازادي ، د بشر حقوق، د ښځو حقوق، د ماشومانو حقوق اود لږه کیوحقوقو باندې سوله، معامله او سازش نه شي کیدای".

هغه وویل چې د افغانستان خلکو د اوږدو کلونو لپاره د دغو حقوقو ترلاسه کولو لپاره پراخه مبارزې کړي دي او قربانۍ يې ورکړي دي.

د سولې په اړه د افغانانو د خبرو اترو د ملي کنفرانس دې غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو د هئیت دفتر یوناما مشر نیکولاس هیثم وویل چې د سولې په اړه د افغانانو د خبرواترو پروګرام داسې یو نوښت دی، چې په ملي او محلي کچه د سولې او خبرو په تړاوو پالیسۍ جوړونکو ته مواد برابروي، ترڅو د افغانانو نظریات واورېدل شي او د سولې په اړه یې اندېښنې، وړاندیزونه په پالیسو کې ځای شي.

نیکولاس هیثم وویل پدغه پروګرام کې د هر افغان نظر ته ځای ورکړل شوی دی، او دا پروګرام مدني ټولنې ته دا موقع پیدا کوي، چې د سولې په اړه خپلو هڅو ته ادامه ورکړي او عامه پوهاوی زیات کړي

د یوناما مشر وویل" دا پروګرام ددې زمینه مساعدوي، چې عام افغانان د سولې په اړه څه نظر لري، تاوتریخوالي څه دي او عوامل یې څنګه موندل کیږي".

بل لورته د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد له یوناما وغوښتل چې د سولې په تړاوو لا زیات فعال شي.

قاضي محمد امین وقاد وویل د سولې عالي شورا له وسله والو مخالفینو سره د خبرو په تړاوو چې په هر ځای کې وي، ملاتړ کوي.

هغه وویل" ‪که دا خبرې له مسلح مخالفینو سره په چین کې وي، ګاونډیو هیوادونو کې وي، بل هر چېرته وي، مونږ یې ملاتړ کوو".

د سولې په اړه د افغانانو د خبرو اترو پروګرام چې د یوناما په مرسته د مدني ټولنو او د افغانستان د بشر د حقونو د کمیسیون له خوا په تېر یوه کال کې پرمخ وړل شوی دی، په ترڅ کې یې په ټول افغانستان کې له شپږو زرو افغانانو سره خبرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG