د لاس رسي وړ اتصالات

د چین او امریکا لوړپوړي چارواکي کابل ته راځي


افغانستان ته د چین د جمهوررئیس د مرستیال سفر په ډیرو اوږدو کلونو کې د یو چیني لور پوړې چارواکي لومړی سفر دی
افغانستان ته د چین د جمهوررئیس د مرستیال سفر په ډیرو اوږدو کلونو کې د یو چیني لور پوړې چارواکي لومړی سفر دی

د افغان حکومت چارواکي وایي چې ټاکل شوې ده ترراتلوونکو لسو ورځو د چین د جمهوررئیس مرستیال او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راشي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې یوې استجوابیه غونډې ته د وینا په وخت وویل چې کابل کې ددغو چارواکو د ایسارتیا په وخت به د افغانستان سره د مرستو سندونه هم لاسلیک شي.

ښاغلي حکیمي وویل "تاسو خبر یاست چې د راتلوونکي یوې اونۍ په موده کې پخپله د چین د جمهوررئیس مرستیال افغانستان ته یو رسمي سفر لري، چې دا پخپله یو لویه لاس ته راوړنه ده چې په تعقیب یې دوه ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر راځي".

اکلیل حکیمي د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته د افغانستان د عوایدو، مصارفو او د بودجې د کسر په باب د توضیحاتو لپاره غوښتل شوی وو.

په ملي عوایدو کې زیاتوالی

د مالیې وزیر وکیلانو ته وویل چې په تیرو لسو کلونو کې سږکال د لومړي ځل لپاره د افغانستان عواید زیات شوي دي.

هغه وویل چې سږکال په تیرو لسو میاشتو کې ۹۴ ملیارده افغانۍ راټولې شوي دي چې د مالیې د وزارت د اټکل له مخې په پاتې دوه میاشتو کې به شل ملیارده افغانۍ نورې هم راټولې شي چې ورسره به د ۱۳۹۴ کال د عوایدو اندازه ۱۱۴ ملیاردو افغانیو ته ورسیږي.

د مالیې وزیر وویل چې په ۱۳۹۳ کال کې د ملي عوایدو اندازه ۹۹ ملیاردو افغانیو ته رسیدلې وه.

همداشان ښاغلي حکیمي په خپلو څرګندونو کې سږکال د لومړي ځل لپاره د انکشافي بودجې د زیات مصرف یادونه وکړه وې ویل چې سږکال به د اختیاري او غیرې اختیاري بودجې د مصرف کچه ۶۵ فیصدو ته لوړه شي.

افغانستان سره نړیوالې مرستې

د مالیې وزیر افغانستان سره د نړیوالې ټړلنې د تعهداتو یادونه هم وکړه وې ویل چې د افغانستان د بیارغونې صندوق ای ارټي ایف له لارې ۲.۸ میلیارده ډالرو وعده شوې چې د دریو کلونو په موده کې به په مصرف ورسیږي.

هغه وویل چې نړیوال بانک هم په راتلونکو دریو کلونو کې ۶۳۰ ملیاردو ډالرو د اسیا پرمختایي بانک په همدې موده کې د ۱.۱ ملیارد ډالرو همداشان په راروانو دریو کلونو کې اروپایي ټولنې د ۱.۵ ملیاردو افغانیو د مرستو د برابرولو وعدې کړي دي.

د مالیې وزیر وویل چې د امریکا متحده ایالاتو د ۸۰۰ میلونو ډالرو د مرستې سربیره چې سږکال امریکا ته د حمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر په وخت امریکایي چارواکو افغانستان سره وعده کړې وه او د دغو پیسو دوه سوه میلیونه یې عملآ د افغانستان په بودجه کې شاملې شوې دي، امریکا متحده ایالاتو د سږکال لپاره د ۷۲۰ میلونو ډالرو او د بل کال لپاره د ۷۴۰ میلونو نورو ډالرو د برابریدو وعده هم کړې ده.

د مالیې وزیر وویل چې همداشان جرمني د ۴۷۰ میلونو ډالرو د مرستو وعده کړې ده.

د مالیې وزیر وویل چې ددغو هیوادونو سربیره استرالیا، جاپان او یو شمیر نور اروپایي هیوادونه هم افغانستان سره د مرستو لپاره چمتوالی لري.

هغه وویل چې چین هم غواړي افغانستان سره د ۳۵۰ میلونو ډالرو مرسته وکړي.

افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې

د ماليې وزیر په خپلو څرګندونو کې په ۲۰۱۷، ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو یادونه هم وکړه وې ویل چې د دغو مرستو د اعلان لپاره ټاکل شوې ده چې په نوي عیسوي کال کې په پولنډ کې د ناټو د هیوادونو د مشرانو سرمشریزه جوړه شي.

هغه همداشان وویل چې ټاکل شوې ده چې په نوي کال کې په برکسلز کې افغانستان سره د اولسم کال وروسته د مرستو د اعلان لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو د مالیې د وزیرانو یوه غونډه هم جوړه شي.

XS
SM
MD
LG