د لاس رسي وړ اتصالات

ویټنامي پولیسو په دوو ښارونو کې د چین ضد مظاهرې ماتې کړي


ویتنامي پولیسو نن په دوو ښارونو کې د چین ضد مظاهرې ماتې کړي دي او 22 تنه یې بنديان کړیدي.

پولیسو په پایتخت هنوی کې دوه سوه مظاهره چیانو ته د نیم ساعت مارش اجازه ورکړې وه ، خو وروسته یې هغوي تیت او پرک کړل او 22 کسه یې ونیول او په یو سرویس موټر کې یې د ځان سره یوړل.

مقاماتو همدغسې یوه مظاهره د هوشي مین په ښارکې هم تیت اوپرک کړل.
دغه نادرې مظاهرې وروسته له هغه پیل شویدي چې د چین خارجه وزیر د پنجشنبې په ورځ ویتنام ته خبرداری ورکړ چې د چین د جنوبي بحیرې په سیمه کې چې د مالکیت په سر یې جنجال روان دی، په یو اړخیز ډول د تیلواو گازو پلټنه بنده کړي. دغه دوه کمونست ملکونه د ډیر وخت راهیسې په خپلو کې په همدې مسلی جنجال لری چې کله کله شدید کیږي.

د ویتنام د تیلو او گازو دولتي کمپنۍ دا تور لگولی دی چې د چین بیړیو د دوی د بیړیو یو کیبل پری کړی. د ویتنام د بهرنیو چارو وزارت دغه په خپل حاکمیت تیری بولي.
XS
SM
MD
LG