د لاس رسي وړ اتصالات

د ریزه ګل زخم تازه دی خو بېرته خپل کور ته ځي

  • نوشابه آشنا

څو میاشتې مخکې له هغې وروسته ریزه ګل د افغانستان او د نړۍ د مطبوعاتو د خبرونو د سرټکی شوه، چې میړه یې د کورني تاورتریخوالي پر مهال پوزه پرېکړه. افغان حکومت بیا هغه د درملنې لپاره ترکیې ته واستوله چې څو میاشتې په روغتون کې وه او څو ځلې یې د پوزې د بیا رغولو عملیات وشول.

اوس د هغې پوزه بېرته رغول شوې، له روغتون رخصته شوې او د دوشنبې په سهار کابل ته روانیږي. ریزه ګلې امریکا غږ اشنا ته وویل " ډېره خوشحاله یم چې پوزه مې ښه شوه، خو لا هم خوراک په سختۍ کوم." ډاکټران وايي چې د وخت په تېرېدو سره به خوراک عادي شي.

ريزه گله وايي له ترکي داکترانو خوشحاله ده .

ريزه گله وايي له ترکي داکترانو خوشحاله ده .

که څه هم ترکي ډاکټرانو ډېره هڅه وکړه، چې د هغې پوزه بېرته عادي بڼې ته وګرځوي، خو د ډاکټرانو په وینا له څو پرلپسې عملیاتو وروسته لا هم د هغې پوزې خپلې پخوانۍ بڼې نه ده خپله کړې.

د ریزه ګلې د تندي، ورون او د بدن د ځینو نورو غړو څخه غوښه پرې کړل شوې او په پوزه یې نښلول شوې ده، خو پوزې یې د غوښې نوې ټوټې قبولې نکړې او ډاکټران اړ شول، چې یوه وړه برخې ته یې پلاستیکي ټوټه ونښلوي.

د ریزه گل مور زر گله او د خور خاوند يی عبیداالله چې د دې سره د پيښې له لومړی ورځي نه تر ننه پوري ملگري دي، اشنا سره په خبرو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او په ترکیې کې د افغانستان د سفارت د کارکونکو نه مننه وکړه چې د دوي پالنې او د ریزه گلې علاج ته يې ځانگړي پاملرنه کړي او د ریزه گلې ژوند یې ژغورلی.

شل کلنې ریزه ګلې څه باندې شپږکاله مخکې له ۲۶ کلن محمد خان سره واده وکړ چې د کورنیو ستونزو او تاوتریخوالي له کبله د دواړو اړیکې خرابې شوې، میړه یې له واده سملاسې وروسته ایران ته ولاړ او څو کاله وروسته چې بېرته راغی اړیکې یې هماغسې خرابې وې.

ریزه ګله وايي چې هغه په نیمه شپه کې له خپلې وړې لورکۍ سره د پلار کور ته ولاړله، چې د جرګو او مرکو نه وروسته بېرته خپلې خسرګنې کور ته په لاره میړه ودروله او پوزه یې پرې کړه.

ریزه گل د فاریاب ولایت د غورماچ په لېرې پرته او ناامنه ولسوالۍ کې ژوند کاوه چې د پزې د پرېکېدو له پېښې وروسته لومړی د غورماچ په روغتیایي مرکز او بیا د فاریاب په دولتي روغتون کې بستر شوه. هغه وروسته بیا د کابل یو روغتون ته انتقال کړل شوه چې بیا ترکیې ته د درملنې لپاره واستول شوه.

XS
SM
MD
LG