د لاس رسي وړ اتصالات

څیړنه: ویټامین ډي د ساه لنډۍ خطر کمولای شي


ساه لنډی یوه سخته ناروغي ده چې په نړۍ کې شاوخوا ٣٠٠ میلیونه کسان پرې اخته دي
ساه لنډی یوه سخته ناروغي ده چې په نړۍ کې شاوخوا ٣٠٠ میلیونه کسان پرې اخته دي

په نړۍ کې شاوخوا ٣٠٠ میلیونه کسان په ساه لنډۍ اخته دي. یوه نوې څیړنه ښیي چې کیدای شي په ویټامین ډي او د ساه لنډۍ په معمولو درملو ددې ناروغۍ د جدي خطر مخینوی وشي.

دغه ازموینې چې په متحده ایالاتو، کاناډا، هند، جاپان، پولند او برتانیا کې ترسره شوي ښیي چې د ویټامین ډي تابلیټونو خوړل د ساه لنډۍ د جدي خطر مخنیوی کوي او په روغتون کې د بستري کیدو ضرورت له شپږو فیصدو څخه دریو فیصدو ته راټیټوي.

د لندن د کوین ماري پوهنتون استاد ادریان مارتیناو چې ددغې څیړنې مشري یې کوله وایي پایلې په زړه پورې دي، خو د احتیاط کولو مشوره هم ورکوي.

ښاغلی مارتیناو وایي "د جدي ساه لنډۍ په اړه موندنې د دریو ازموینو نتیجې دي چې گډون کوونکي په عمومي توگه په عمر زیات کسان وو چې ناروغي یې معتدله وه" هغه وایي چې په ماشومانو او لویانو باندې چې په جدي ساه لنډۍ اخته وي زیاتو ازموینو ته اړتیا ده چې معلومه شي آیا ویټامین ډي د هغوی سره هم مرسته کوي او که نه؟

هغه زیاتوي دا لا نه ده څرگنده چې د ویټامین ډي تابلیټونو پر ټولو ناروغانو باندې اثر درلودلی او که یواځې پر هغو کسانو چې د بدن د ویټامین ډي کچه یې ټیټه وه.

دوی وایي چې په دې اړه څیړنې روانې دي او نتیجې به یې په څو راتلوونکو میاشتو کې څرگندې شي.

د برتانیا د ساه لنډي ناروغۍ د خیریه موسسې د څیړنو مشره اریکا کنینگټون وایي زیاتو شواهدو ته اړتیا ده چې دغه موندنې بشپړې شي.

هغه وایي " ساه لنډی مختلف ډولونه لري، کیدای شي چې ویټامین ډي د ځنیو کسانو د حالت په ښه کیدو کې مرسته وکړي، خو د ټولو سره نه."

ساه لنډی یوه سخته ناروغي ده چې په نړۍ کې شاوخوا ٣٠٠ میلیونه کسان پرې اخته دي او علایم یې په عمومي توگه په سختۍ ساه ایستل، ټوخی، سینه تنگي او د ساه لنډیدل دي.

XS
SM
MD
LG