د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غږ خپله ۷۰ مه کلیزه ولمانځله


آمریکا غږ پرون خپله اویا کلنه کلیزه ولمانځله . د آمریکا دجمهور ریس بارک اوباما په شمول د نړۍ څو مهمو سیاسي شخصیتونو په دغه مناسبت امرېکا غږ ته د مبارکۍ پېغامونه راولېږل. په هغو مهمو شخصیتونو کې چې په دې مناسبت یې پېغامونه رالېږلي وو د ټېبټ جلاوطن روحاني پیشوا ډالاېې لامه او د برما د حکومت مخالفه سیاسی مشره میرمن آنگ سان سوچي شامل وو.

آمریکا غږ د دوهم نړېوال جنگ په زمانه کې په ١٩۴٢ میلادي کال یعنې په ١٣٢١ هجري شمسي کې جوړه شوه، چې تراوسه پوري ېې د پښتو او دري په شمول د نړۍ په مختلفو ژبو باندې خپل نشرات او خپرونې جاری وساتلې.

خو سږکال د بودجې د کمولي سره مخ ده او ډیرامکان شته چې یو زېات شمیر مسلکي غړي به له لاسه ورکړي.

د آمریکا حکومت یې کلنۍ بودجه ورکوي چې کانگرس ېې منظؤري ورکوي. آمریکا غږ په نړۍ کې د ١٢٠٠ خبري موسساتو سره مسلکي اړېکې لري او په واشنگټن کې هم ١١٠٠ سوه ماموران او ژورنالستان ورسره کار کوي.

XS
SM
MD
LG