د لاس رسي وړ اتصالات

له محمود خان اڅکزي سره د آمریکا غږ ځانګړې مرکه


له محمود خان اڅکزي سره د آمریکا غږ ځانګړې مرکه
له محمود خان اڅکزي سره د آمریکا غږ ځانګړې مرکه

آمریکا غږ آشنا راډیو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي سره د افغانستان او پاکستان پر اوسني وضیعت باندي ځانکړې مرکه کړې ده. ښاغلي اڅکزي وویل چې جګړه په سولې ختمیږي نه په جګړې باندي. نوموړي زیاته کړه چې اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د پولې دواړو خواوو کې د وینو تویدل ختم شي او افغان ولس په سولې او آرامۍ کې وخت تیر کړي.

په دې ورستیو کې آمریکا پر پاکستان باندي فشار اچولی دی چې په دغه هیواد کې دي د حقاني شبکې پر ضد چې په افغانستان کې د آمریکا پر قواوو او افغان ملي امنیتي ځواکونو باندي بریدونه کوي اقدام وکړي. څه موده مخکي د آمریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر، د سمندري قواوو سترجنرال مایک مولن د آمریکا د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل چې آی اس ای یا د پاکستان د استخباراتو سازمان د القاعدې سره تړلې حقاني شبکې ملاتړ کوي.

د محمود اڅکزي بشپړه مرکه لاندي اوریدلای شیْ.

XS
SM
MD
LG