د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په هکله د ناټو د عمومي منشي سره د امریکا غږ ځانګړې مرکه


د امریکا غږ آشنا راډیو همکار عبدالحی ورشان د ناټو د عمومي منشي اندراس فاغ راسموسن سره د ځانګړې مرکې پر مهال
د امریکا غږ آشنا راډیو همکار عبدالحی ورشان د ناټو د عمومي منشي اندراس فاغ راسموسن سره د ځانګړې مرکې پر مهال
د ناټو عمومي منشي ویلی دي چې ناټو به د ٢٠١۴ کال نه وروسته هم د افغانستان سره خپله همکارۍ ته ادامه ورکړي. د امریکا غږ آشنا راډیو د دري څانګې همکار عبدالحی ورشان د ناټو د عمومي منشی اندراس فاګ راسموسن سره په کابل کې ځانګړې مرکه کړې ده چې د سوال او ځواب په توګه یې لاندي لوستلای شیْ.

ورشان: د طالبانو سره ۱۱ کاله کېږي چې جګړه روانه ده. آیا هغوي ماتې خوړلې ده ؟

راسموسن: واضیحا طالبان او د افغانستان دښمنان اوس په دفاعي حالت کې دي. مونږ د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په همکارۍ ډیر زیات پرمختګ کړی دی. په دې ورستیو کې د طالبانو د خوا په بریدونو کې کموالی راغلی دی. ۸۰ فیصده د طالبانو بریدونه په داسي سیمو کې شوي دي چې هلته ۲۰ فصیده افغان نفوس ژوند کوي. په بله عباره اکثریت افغانان په داسي سیمو کې ژوند کوي چیري چې نسبي آرامي او ثبات موجود دی. دغه راز مونږ د افغانستان په ملي امنیتي ځواکونو کې هم پرمختګ ملاحظه کړی دی.
۷۵ په سلو کې افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوي چیري چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو د امنتیي چارو مسولیت په غاړه اخیستی دی. دغه راز په هغو سیمو کې چیري چې افغانان د امنیت مسولیت لري د دښمن په بریدونو کې هم کموالی راغلی دی.
بنا مونږ پر سمې خوا روان یوو. مونږ پرمختګ کړی دی او طالبان او د افغانستان نور دښمنان اوس په دفاعي حالت کې دي.

ورشان: ستاسو په نظر طالبان د څه شی لپاره جګړه کوي؟ آیا غربت دوي هڅوي. پاکستان یې هڅوي او که مذهب او جهاد یې هڅوي. حقیقت څه دی؟

راسموسن: زه فکر کوم چې یو شمیر دلایل دي چې یو یې واضیحا مذهبي افراطیت دی. زه به دا رد نکړم چې د فقر او ښه ژوند قلت به هم بل علت وي خو له بده مرغه دا هم یو حقیقت دی چې په سرحدي سیمو کې فعالیتونو شته او ترهګر د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې خوندي ځایونه لري.
په همدغه دلیل د یاغي ګرۍ ضد جګړه کې یواځي نظامي لاره مهمه نه ده بلکې مثبت اقتصادي او اجتما عي رشد ته هم اړتیا شته. دا ډیره مهمه مسله ده چې د افغانستان حکومت خپلو خلګو ته ښه حکومتداري برابره کړي چې په کښي افغان خپلو اتبدايي حقوقو ته لاس رسی پیدا کړي.

ورشان: تاسو غواړی چې افغانستان و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته پرېږدیْ خو د ملي امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په هکله چې د طالبانو په مقابل کې ودرېږي ځینې اندېښنې موجودې دي . تاسو څومره مطمین یاست چې افغان ملي امنیتي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال وروسته مات نشي؟

راسموسن: زه مطمین یم چې افغان ملي امنیتي ځواکونه به د دې وړتیا ولري چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د خپل هیواد بشپړ امنیتي مسولیت په غاړه واخلي. مونږ وینو چې افغان ملي امنیتي ځواکونه ډیر تکړه دي او مونږ به د دوي روزنې ته ادامه ورکړو چې نور هم پسي تکړه سي. یو شمیر معلومات دي چې په ویلو سره به یې د افغان ملي امنیتي ځواکونو ځواکمنیتا په ثبوت ورسېږي. لومړی دا دی چي افغان ملي امنیتي ځواکونه اوس په ټول غټو عملیاتو کې مشري په غاړه لري. افغان ملي امنیتي ځواکونو خپل ټول تمرینات په خپله اجرا کوي او همدا یو ثبوت دی چې دوي غېښتلي شوي دي.
وروستی ځل چې زه افغانستان ته راغلم ما د دې فرصت درلودی چې افغان ملي امنیتي ځواکونه په خپلو سترګو د عملیاتو پر وخت ووینم او زه د هغوي د فعالیت څخه ډیر زیات خوشحاله شوم.
نن مونږ ته د آیساف د قوماندان جنرال جان الن له خوا د وضیعت په هکله معلومات راکړل شول او په هغه کې نوموړي د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د مثبت پرمختګ یادونه وکړه.

فلهذا دغو ټولو مسلو ته په کتو سره افغان ملي امنیتي ځواکونه به د دې وړتیا ولري چې د ۲۰۱۴ کال وروسته د ټول افغانستان د امنیت مسولیت په غاړه واخلي.

ورشان: اوس مهال د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په هکله خبرې اترې کېږي. آیا نور د ناټو عړي هیوادونه هم غواړي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته خپلې ځینې قواووې پرېږدي.؟

راسموسن: مونږ د مخه لا دا پریکړه کړې ده چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به مونږ په افغانستان کې د ښوونې او روزنې پروګرام ته ادامه ورکوو. د ناټو ملګري هیوادونو به دلته د دغه ماموریت لپاره پاته کېږي. دمخه لا ۶ هیوادونو اعلان کړی دی چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې خپل یو شمیر روزونکي پرېږدي. مطلب دا چي د ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د ناټو ملګري هیوادونه په افغانستان کې د ناټو د روزنې په ماموریت کې فعالیت کوي.

ورشان: وروستۍ پوښتنه مي د افغان ملي امنیتي ځواکونو په منځ کې پر بهرنیو باندي بریدونه دي. آیا تاسو فکر کوی چې افغان حکومت کافي کوښښ کړی دی چې ددغو بریدونو مخنیوی وکړي؟

راسموسن: ما ددغې مسلې په هکله د ولسمشر کرزي سره خبري وکړې او هغه پر دې موافقه څرګنده کړه چې مونږ باید ددغو حملو مخینوی ته ستر لومړيتوب ورکړو ځکه دغه راز بریدونه زمونږ د قواوو او افغان ملي امنیتي ځواکونو ترمنځ اعتماد او اعتیبار ته صدمه رسوي او کمزوری کوي یې. دغه راز یادشوي بریدونه په افغانستان کې زمونږ د قواوو د حضورو په برخه کې د عامه خلګو ملاتړ او سیاسي ملاتړ کمزوری کوي. د دې کار له امله د ناټو په غړو هیوادونو کې خلګ دا پوښتنه راپورته کوي چې ولي مونږ داسي یو هیواد ته عسکر استوو چېري چې د هغوي قواووې چې مونږ یې روزو او ملاتړ یې کوو، پر مونږ ټوپکې رااړوي او مونږ وژني؟ خلګ دغه راز پوښتنې کوي نو ځکه دا باید زمونږ لپاره یو ستر لومړیتوب وي چې ددغه بریونه مخنیوی وکړو.
مونږ د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په ملاتړ په یو لړ اقداماتو لاس پوری کړی دی چې ددغه بریدونه مخنیوی وکړو. مونږ د جلب او جذب شرایط سخت کړي دي او د نویو سرتیرو سابقې په جدي توګه څیړو. مونږ ضد استخباراتي تدابیر هم نیولي دي. او دغه راز د نړیوالو او افغان ځواکونو لپاره مو کلتوري کورسونه جوړ کړي دي. بناْ مونږ ډیر تدابیر نیولي دي او پر دغو تدابیرو باندي تل د سره کتنه کوو. مونږ به د هیڅ ډول اقدام نه ډډه ونکړو چې ددغه کار مخنیوی وکړو. مونږ دې کار ته د یوه مهم لومړیتوب په سترګه ګورو.
XS
SM
MD
LG