د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو، کاناډا او اروپایي ټولنې په دولتي وسایلو کې د ټیک ټاک کارول بند کړل 


د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب ۸) سپینې ماڼۍ د متحده ایالاتو فدرالي ادارو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړ چې د ټولو دولتي وسایلو څخه د ټیک ټاک اپلیکیشن لیرې کړي.

د جمهوري ریاست د بودیجې او مدیریت دفتر مشرې شیلندا یانګ له دولتي ادارو څخه غوښتي دي چې د ۳۰ ورځو په اوږدو کې د دولتي ادارو اړوند ټولو ټیکنالوژۍ وسیلو دا اپلیکشن "حذف او غیر مجاز" کړي او له دغو وسایلو څخه دغه اپلکیشن ته د "انټرنیټ اړیکه" قطع کړي.

هغه قانون چې تیره میاشت د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن لخوا لاسلیک شو، په دولتي تجهیزاتو او د استازو په مجلس او د متحده ایالاتو د کانګرس په سنا کې د ټیک ټاک کارول منع کوي.

خو دا بندیز په میلیونونو عامو امریکایانو او هغو کاروبارونو باندې نه پلی کیږي چې په فدرالي حکومت پورې اړه نلري.

متحده ایالات ویره لري چې ممکن دا اپلکیشن پر امریکایانو باندې د جاسوسۍ لپاره وکارول شي.

خو د امریکا د مدني آزادیو اتحادیه وايي هغه لایجه چې پدې وروستیو کې په کانګرس کې وړاندې شوې په دې هیواد کې "په مؤثره توګه ټیک ټاک" منع کوي.

ددې اتحادیې د پالیسۍ لوړپوړې سلاکارې جینا لونټوف په یو بیان کې وویل: "کانګریس باید ټول پلیټ فارمونه سانسور نه کړي او امریکایان د بیان د ازادۍ له حق څخه چې په اساسي قانون کې ذکر شوي محروم نه کړي."

هغې زیاته کړه: "موږ حق لرو چې د ټیک ټاک او نورو پلیټ فارمونو څخه خپل فکرړنه، نظریات او خیالات په ټول هیواد او نړۍ کې له خلکو سره شریک کړو."

د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه بندیز په کلکه غندلی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ماو نينګ د سه شنبې په ورځ وويل: "موږ د امريکا د ملي امنيت د مفهوم د عمومي کولو لپاره د متحده ایالاتو د ناوړه چلند سره چې د دولتي قدرت نه په ناوړه استفادې په غير منطقي توګه د نورو هېوادونو د شرکتونو د ځپلو سره په کلکه مخالف یوو."

تر دې مخکې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې هم د دغه اپلیکیشن د بندولو هڅه کړې وه، خو ناکامه شوې وه.

د دوشنبې په ورځ، د کاناډا حکومت هم په ټولو دولتي وسیلو کې د ټیک ټاک اپلکیشن کارول منع کړل او دلیل یې د کارونکي ډیټا ته د بیجینګ د لاسرسي په اړه اندیښنې په ګوته کړي دي.

د اروپايي اتحادیې یو مقام د سه شنبې په ورځ وویل چې د اروپا پارلمان پریکړه کړې چې د امنیتي اندیښنو له امله د کارکوونکو په تلیفونونو کې د ټیک ټاک اپلکیشن نصبول منع کړي.

ټیک ټاک، چې د چینایي شرکت ByteDance ملکیت دی، اعتراف کړی چې کارکوونکو یې د متحده ایالاتو د کاروونکو ډیټا ته لاسرسی درلود، خو په وار وار یې دا تورونه رد کړي چې د کاروونکو ډیټا شریکوي یا د چین حکومت ته یې د دې اپلکیشن کنټرول سپارلی دی.

د بازار موندنې ادارې We Are Social په وینا، دا اپلکیشن په نړۍ کې شپږم ډیر کاریدړنکی ټولنیز پلیټ فارم دی چې له یو میلیارډ څخه ډیر فعال کاروونکي لري.

XS
SM
MD
LG