د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د ننگرهار عملیاتو کې روسي عسکر نه وو


ناټو: د ننگرهار عملیاتو کې روسي عسکر نه وو

ناټو: د ننگرهار عملیاتو کې روسي عسکر نه وو

د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونه وايي چې په ننګرهار کې د هيروینو په څلورو فابریکو په شويو عملیاتو کې هيڅ روسيي عسکرو برخه نه درلوده او دا ځواکونه په افغانستان کې د روسيې د عسکرو شتون ردوي.

د ایساف ویاند جوزیف بلاټز د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل د روسيي عسکرو حضور نه د افغانستان حکومت منلی، نه يې ناټو غوښتنه کړې او نه هم روسېې دې ته لیوالتیا ښودلې، بلاټز وویل ایساف پدغو عملیاتو کې برخه نه درلوده ولې ددغو فابریکو تخریب مهم بولي.

جوزیف بلاټزدې پوښتنې ته چې په عملیاتو کې ولې روسیي عسکرو ته ځای ورکړل شوی په ځواب کې داسې وویل:

"روسيي عسکرو پکې برخه نه درلوده، که زیات معلومات غواړئ افغان حکومت او په کابل کې د امریکا سفارت ته مراجعه وکړئ، ځکه دا عملیات د افغانانو له خوا رهبري شوي وو او د امریکا د مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې او نورو يې ملاتړ کاوه، زه د ایساف په استازیتوب ویلای شم چې دا عملیات د ایساف په رهبرۍ ندي ترسره شوي."

بل لورته د ناټو د ملکي استازي ویاند ډومينيک ميډلي بیا وویل ناټو له روسېې په افغانستان کې د نظامي همکارۍ غوښتنه نده کړې خو په لزبين کې د روسېې او ناټو ترمنځ په غونډه کې د مخدره موادو په برخه کې د روسېې روزنې او پدې لاره کې له روسېې د هليکوپټرو د امکاناتو د مرستو له غوښتنې چې افغان حکومت کړې خبر دی.

په ننګرهار کې د هیروینو د فابریکو د له منځه وړلو مسئلې په رسنیو کې خبرونه را پورته کړي، افغان جمهور ریس له نړیوالو سپیناوی غوښتی چې ولې روسان پکې ښکېل وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال منلې چې روسيي افسرانو په دې عملیاتو کې برخه درلوده.

پدې خبري ناسته کې د ایساف ویاند په وروستیو اتو اوونیو کې په شمال کې د ترهګریزو بریدونو د پام وړ کموالی خبر ورکړ وې ویل چې اوس وضعه تر پخوا هلته د هلمند او کندهار په پرتله دومره د اندېښنې وړ نده.

خو د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند وحید عمر بیا نن وویل، د روسې له فدراتیف سره د همکارۍ توافق لري ولې دا چې د ناټو له لوري د روسېې يو ایجنټ افغانستان ته د نظامي عملیاتو لپاره راوړل کيږي دا د افغانستان د ملي حاکمیت په خلاف بولي وايي چې پدې اړه کوم توافق نه له ناټو سره شوی او نه هم د روسېې له فدراتیف سره.

وحید عمر دا ډول زیاته کړه حکومت په دې اړه د زیاتو جزئیاتو غوښتونکی دی او باید ناټو ورته ځواب ورکړي، هغه وویل د ناټو قومندان جمهور رییس ته پدې اړه دوه په دوه ځوابونه هم ورکړي دي.

بل لورته د جمهور ریس کرزي ویاند هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې د طالبانو ځېنې مشران کابل ته راغلي او له افغان حکومت سره په خبرو اخته دي هغه د مولوي عبدالکبیر، مولوي صدراعظم او مولوي انوارالحق مجاهد د راتګ خبرونه یوازې اوازې وبللې وې ويل چې د سولې د عالي شورا په شتون کې له پردې شاته پدې اړه کوم تصمیمونه نه نېول کیږي.

ښاغلي عمر پدې ډول نن د کابېنې د غونډې رپورټ هم ورکړ وې ویل چې نن په کابینه کې پرېکړه شوې چې تعليمي نصاب کې د وطن دوستۍ یا هیواد پالنې په نوم یو مضمون زیات شي او يا دې ورته د وطن دوستۍ موضوعات په نورو مضامینو کې راوړل شي.

هغه د مالېې د وزارت د ېوې طرحې په اړه هم چې د حکومت د چارواکو لګښتونه به راکم وي خبر ورکړ وې ویل چې د چارواکو د لګښتونو په راکمو کړای شویو پېسو به ځوانان ته په بهر کې د زده کړو زمېنې برابر شي.

XS
SM
MD
LG