د لاس رسي وړ اتصالات

وحیدعمر: کنړ د برید ځای ته پلاوی استول شوی


وحیدعمر: کنړ د برید ځای ته پلاوی استول شوی
وحیدعمر: کنړ د برید ځای ته پلاوی استول شوی

د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند وايي چې د کنړ د غازي اباد په ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي بمباریو کې چې تر پنځوسو ملکي وګړي وژل شوي، افغان حکومت سېمې ته د پېښې د پلټنې لپاره پلاوی استولی چې دا په ډاګه کړي چې پېښه څنګه رامنځته شوه.

وحید عمر وویل جمهور رئیس په خپله پدې مسئله کې ښکېل دی او همدا نن سهار یې د کلي له څو مشرانو سره په ټيليفون خبرې کړي. وحید عمر زیاته کړه چې د ملکي تلفاتو مسئله افغان جمهور ریس او حکومت ته د زغملو نه ده او باید وضاحت ورکړای شي.

وحید عمر دا ډول پېښې د همغږۍ په نشتوالي کې وګڼل.

"د همغږۍ ستونزه شته ده. په ځانګړي ډول چې هوايي بمباري کیږي. ډېر کم داسې پیښيږي چې افغان ځواکونه پدا ډول بریدونو کې ښکېل وي او یا له مخکې ورسره همغږه شوي وي او پدې اړه چې څومره تلفات پېښ شوي دي، له یوه فرد نه نېولې تر پنځوسو، که یو نفر هم شهید شوی وي، او یا کې د معلومات په اساس چې له سېمې راکول کیږي پنځوس تنه هم شهیدان شوي وي، د هر بې ګناه افغان د هر یوه ژوند مهم دی."

هغه دا ډول نن په کندز کې چاودنه وغندله وې ویل چې پدې وروستیو اوونیو کې د وسلوالو مخالفینو پدې ډول بریدونو کې داسې قدرتونه او کړۍ لاس لري چې غواړي افغانستان د خپلو ګټو میدان وګرځوي، د جمهور ریس ویاند د امنیت د انتقال مسئلې ته هم اشاره وکړه چې دا ډول کړۍ دا پروسه غواړي په ورته بریدونو تر پوښتنو لاندې راولي.

د جمهور رئیس کرزي ویاند د پارلمان د ریس د ټاکلو په اړه وویل چې دا پروسه اوږده شوې او جمهور ریس د پارلمان له غړو سره په ناسته کې پدې ټينګار لري چې پارلمان دې په خپله دا مسئلې ژر اواره کړي، هغه وویل جمهور ریس د پارلمان هيڅ غړي ته په حکومت کې د ندې په اړه څه ندي ويلي.

بل لورته وحید عمر امریکا ته د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د سفر په اړه وویل چې دا سفر د امریکا د حکومت په بلنه شوی او دواړه افغان وزیران به د افغان ځواکونو په لا تجهیز او روزنه له امریکايي مقاماتو سره خبرې وکړي او د هغه ستراتيژيک ملګرتیا په سر به هم وغږيږي چې د دوه زره او څوارلسم کال وروسته امریکا او افغانستان یې غواړي ولري.

XS
SM
MD
LG