د لاس رسي وړ اتصالات

د کرزي ویاند د واشنگټن د ستراتیژئ په ارزونې نیوکه وکړه


د کرزي ویاند د واشنگټن د ستراتیژئ په ارزونې نیوکه وکړه
د کرزي ویاند د واشنگټن د ستراتیژئ په ارزونې نیوکه وکړه

افغان دولت د امریکې د جمهور رییس له خوا د افغانستان لپاره ددی هیواد پر ستراتیژی پر بیا کتنې نیوکه کړې ده. د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د افغانستان د جنگ د ستراتېژۍ د ارزونې رپوټ همدا تیره اونۍ خپور کړ.

سپینې ماڼۍ وویل چې د جنگ په اړه به د امریکا په موجوده پالسئ کې چندانې زیات بدلونونه را نه شي او نه به دا ارزیابي ددې باعث شي چې بل کال د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د را ایستلو د پیلولو په پلان کې کوم بدلون راشي.

د جمهور رئیس حامد کرزي ویاند وایي په دې ستراتیژئ کې ښکاره نیمګړتیاوې شته خو ددې تر څنګ داسې ټکي هم لري چې افغان دولت ترې خوښي څرګندوي.

دوی همدا رنګه وایي نړیواله ټولنه به هله له افغانستانه خپل ځواکونه باسي چې کړو ژمنو ته وفاداره پاته شي.

ویاند وحید عمر وایي دا مني چې په تیر یوه کال کې امریکې د افغانستان په پوځي ډګر کې ځینې لاس ته راوړنې درلودې خو ځینې دا لاس ته راوړنې ډیرې مظبوطې نه دي او کیدای شي ډیر ژر له لاسه ووځي.

وحید عمر وایي په ستراتیژئ باندې بیا کتنه کې افغان امنیتي ځواکونو ته د قدرت د لیږدولو پر لارو چارو هم خبرې شوي او وایي دا انتقال باید د افغان ځواکونو په روزنه او تر ۲۰۱۴ پورې د هغوی په خپلو پښو درولو باندې استواره وي او دا پروسه به هله بریالۍ وي چې افغان ځواکونه پر مدرنو وسلو سمبال کړای شي.

افغان چارواکي د نړیوالې ټولنې له خوا دولت سره د وسله والو مخالفینو د یو ځای کیدو هیله هم ستایي خو وایي باید په دې ډګر کې نړیواله تولنه خپله مرسته ونه سپموي.

خو افغان دولت د دی هیواد لپاره د اوباما د ستراتیژئ د بیا کتنې نه ډیر خوشحاله نه ښکاري او وایي دلته ځینو ټکو ته ډیره او سمه پاملرنه نده شوې.

د افغانستان اقتصادي بنسټونو پراختیا او پرمختګ ته نه پاملرنه، د وګړو مال و ځان خوندې کولو ته نه علاقه او په دې هیواد کې د دولت سره جوخت د نورو بنسټونو پالل د افغان دولت د ګیلو او نه خوشحالئ لاملونه بلل شوي دي.

دولت سره جوختو بنستونو نه د افغان دولت مقصد په دې هیواد کې امنیتي خصوصي شرکتونه دي.

افغان دولت ستراتیژی ته د بیا کتنې په برخه کې خپل غوښتنی وړاندی کوی. د جمهور رئیس ویاند وایي د ستراتیژئ بله ضعیفه برخه په افغانستان کې د پي آر ټي یا ولایتي بیا رغاونې ګروپونو کار دی چې د دوی له نظره باید د افغانستان حکومت سره په تفاهم او ملګرتیا پر مخ ولاړ شي. حال دا چې داسې نه ښکاري او ځینې دا ګروپونه په سیمو کې په خپل سر پروګرامونه رامنځته کوي او پر مخ یې بیايي.

له بلې خوا د امریکې د جمهور رئیس مرستیال جو بایډن ویلي چې دوی به په ۲۰۱۴ کې شرایطو ته په نه پاملرنې سره خپل ځواکونه د افغانستان نه باسی، خو د افغان جمهور رئیس ویاند دا نه مني او وایي نړیوالې ټولنې دوی سره دا منلې چې تر ۲۰۱۴ به د دې هیواد امنیتی ځواکونه په خپلو پښو دروي، دوی به په مدرنو وسلو سمبالوي، د سولې د پروسې نه به ملاتړ کوي، اقتصادي بنستونه به بیا رغاول کیږي نو هله به نړیوال ځواکونه ددې هیواد امنیتي مسولیت افغانانو ته سپاري.

خو ددوی په وینا لا هم او په ستراتیژئ باندې د بیا کتنې پّه ترڅ کې همدې ټکو ته سمه او لازمه پاملرنه نده شوې او ټینگار کوي چې د اوباما حکومت باید دې ټکو ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG