د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: په وردګو کې د امریکايي هلیکوپتر راغورځوونکي ووژل شو


ناټو: په وردګو کې د امریکايي هلیکوپتر راغورځوونکي ووژل شو
ناټو: په وردګو کې د امریکايي هلیکوپتر راغورځوونکي ووژل شو

ناټو وايي چې د افغانستان د حکومت او نړېوال ایتلاف یو شریکې امنیتي قوې، د طالبانو هغه قوماندان وژلی دی چې د وردګو په ولایت کې د یوې امریکايي نظامي هلیکوپتر په راغورځولو کې یې لاس درلود.

په دغه پېښه کې ٣٨ تنه وژل شوي و چې ددې جملې نه یې ٣٠ تنه د امریکا د پوځ د مخصوصو قواو عسکر وو.

ناټو وویل چې د قاري طاهر په نوم د طالبانو دغه قوماندان د سه شنبې په ورځ په یوه هوايي حمله کې په وردګو ولایت کې ووژل شو.

ناټو وویل چې قاري طاهر د تنګي په دره کې د طالبانو یو مهم قوماندان ؤ چې د اګست په پنځمه نېټه هم پرې حمله شوې وه.

ناټو ووېل چې ددغې حملې نه یې څو ورځې وروسته په یوه جلا هوايي برید کې د طالبانو د هغې ډلې غړي ووژل چې د امریکا نظامي هلیکوپتر د وېشتلو مسوولیت یې په غاړه و.

ناټو وايي چې قاري طاهر په حکومتي او ایتلافي ځواکونو باندې د حملو د تنظیمولو مسوول ؤ، د موټرو په قطارونو به یې بریدونه کول او د پیسو لپاره به یې سړي تښتول. ناټو وايي پر دې سربېره هغه د سیمې خلک ډارول او بمونه به یې د سړکونو پر غاړه ښخول.

XS
SM
MD
LG