د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز زورواکي د برېښنا ۱۹۰میلیونه افغانۍ پور نه ورکوي


د کندز د برېښنا ریاست وايي له دغو کسانو یې په وار وار غوښتلي چې خپل پورونه پرې کړي، خو هغوی انکار کړی دی.
د کندز د برېښنا ریاست وايي له دغو کسانو یې په وار وار غوښتلي چې خپل پورونه پرې کړي، خو هغوی انکار کړی دی.

د کندوز د برېښنا ریس انجینر حمید الله نن په یوه غونډه کې د هغو ۶۰۰ قوماندانانو او زورورو نومونه ښکاره کړل چې له تېرو څو کلونو راپه دیخوا یې د برېښنا مصرف نه دی ورکړی.

د برېښنا ریس وویل چې دغه خلک په وار وار جلب شوي برېښنا یې قطع شوې خو په غیرقانوني توګه یې په خپل سر بیا برېښنا تړلې ده، استفاده ترې کوي خو مصرف یې نه ورکوي.

هغه وویل چې په مجموعي توګه دولتي ادارې او یو شمیر پخواني قوماندانان چې برېښنا یې مصرف کړې له دولت څخه ۱۹۰ میلیونه افغانۍ قرضداري دي.

ده وویل" په مجموعي ډول ۱۹۰ ملیونه افغانۍ دغه خلک چې دوه درې یا څلور کاله یې د برېښنا مصرف نه دی ورکړی قرضدار دي."

نوموړي وویل چې یو شمیر دولتي ادارې هم چې د برېښنا د مصرف بودیجه لري تر اوسه یې د برېښنا مصرف نه دی ورکړی.

د قرارداد مطابق کندوز ته یو کیلواټ برېښنا له تاجکستان څخه د ۲.۹ سینټه په مقابل کې واریدیږي چې دوي یې پر کورونو باندې یو کیلوواټ په ۳ افغانۍ پلوري او په تجارتي ځایونو یې ۹ افغانۍ یو کیلوواټ پلوري.

انجینر حمیدالله چې که دوي تاجکستان ته د برېښنا مصرف پر وخت ورنه کړي کیدای شي پر کندوز باندې برېښنا قطعه شي.

هغه وویل چې د جمهور ریس د حکم مطابق دوي مجبور دي چې دغه خلک عدلیی او قضایی ادارو ته معرفي کړي، خو په دغه غونډه کې اجراییوي ادارې هم یادې شوې چې د برېښنا مصرف یې نه دی ورکړی.

د برېښنا ریس زیاته کړه چې که دغه زورور او دولتي ادارې که د برېښنا مصرف په پنځلسو ورځو کې ورنه کړي دوي سره به قانوني چلند وشي.

دی وايي "که دغه زورور خلک او دولتي ادارې په راتلوونکو پنځلسو ورځو کې د برېښنا مصرف تحویل نه کړي د جمهور ریس د حکم مطابق به عدلیی او قضايي ارګانونو ته معرفي شي."

په دغه غونډه کې د ټولو هغو ادارو مسولینو ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې د برېښنا د مصرف پیسې يې نه دي ورکړي، خو له د څو ادارو له استازو پرته ورته هیڅوک نه وو راغلي.

د برېښنا د ریاست له خوا د ټولو هغو شپږسوو کسانو نومونه واخیستل شول چې وسله وال دي، او یا هم پخواني قوماندانان دي، هغه وویل چې زورور پخواني قوماندانان او یو شمیر خلک په کندوز کې د اوسنیو ناامنو شرایطو څخه ناوړه ګته اخلي یوازې دا نه چې د برېښنا مصرف نه ورکوي بلکه ددوي مامورین تهدیدوي او له هغوي سره ناوړه چلند کوي.

په کندوز کې ټولو هغو زورورو او پخوانیو قوماندانانو چې د برېښنا مصرف نه ورکوي په کورونو کې يې شخصي ترانسپرمرونه لګولي چې له امله یې د عامو خلکو برېښنا ضعیفه وي.

په کندوز کې ۹۰ میلیونه افغانۍ یوازې وسله وال او قوماندانان د برېښنا قرضدار دي چې او پاتي سل میلیونه یې دولتی ادارې قرضدارې دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG