د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي چارواکو د افغانستان پر وضعې بحثونه وکړل


د امریکا جمهور رییس براک اوباما پرون د دوشنبې په ورځ د خپل امنیتي ټیم سره په میاشتنۍ غونډې کې د افغانستان او پاکستان په حالاتو باندې خبرې وکړلې.

د سپینې ماڼۍ په یوې اعلامې کې ویل شویدي چې په افغانستان کې د امریکا سفیر کارل آیکنبیري جمهور رییس اوباما ته په افغانستان کې کې د اداري فساد، حکومت دارۍ او د راتلونکو پارلماني انتخاباتو په برخې کې د روانو هڅو په اړه مالومات ورکړل.

همدارنګه په افغانستان کې د ناټو او امریکایي قواوو عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه جمهور رییس اوباما ته مالومات ورکړل.

رپوټ وایي جنرال ډیوډ پیټریس وویل چې دهغه تر قوماندې لاندې امریکایي قواوې په داسې چټکو عملیاتو اخته دي چې تر اوسه یې هلته نه ؤ کړي. جنرال پیټریس وویل چې امریکایي قواوو خپل پام د طالبانو د مشرانو او د هغوی د مرکزونو له منځه وړلو، د افغانستان د امنیتي قواوو روزلو او د افغانستان د حکومت په مشرۍ د هغو هڅو ملاتړ ته اړولی دی چې غواړي جنګیالي بیرته د ټولنې سره یو ځای کړي.

په عین حال کې په پاکستان کې د امریکا سفیرې میرمن آن پیټرسن په پاکستان کې د سیلاب ځپلو سره د مرستو په اړه جمهور رییس اوباما ته مالومات ورکړل.

رپوټ وایي چې میرمن پیټرسن یو شمیر هغو ستونزو ته اشاره وکړه چې د سیلابونو له وجې پیدا شویدي. هغې همدانګه د سیلاب ځپلو سره د امریکا د بشري مرستو په اړه هم خبرې وکړلې.

د سپینې ماڼۍ په اعلامې کې ویل شویدي چې جمهور رییس اوباما همدارنګه په هغو روانو هڅو باندې غور وکړ چې هدف یې د افغانستان او پاکستان په ګډې پولې کې د القاعده شبکې ټوټه ټوټه کول، ماتې ورکول او له منځه وړل دي.

او همدرانګه یې د افغانستان، امریکا او پاکستان په ګډو همکاریو باندې خبرې وکړلې.

XS
SM
MD
LG