د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن کې د امریکا او پاکستان ستراتیژیکې خبرې


واشنگټن کې د امریکا او پاکستان ستراتیژیکې خبرې
واشنگټن کې د امریکا او پاکستان ستراتیژیکې خبرې

امریکايي او پاکستاني ماموران نن په واشنگټن کې د روان کال لپاره د خپلو ستراتیژیکی مذاکراتو دریمه غونډه کوي.

د امرېکا خارجه وزیره هلیری کلنټن او د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي به په دغو درې ورځنیو مذاکراتو کې د خپلو هیئتونو مشري کوي.

توقع ده چې امریکا به پاکستان ته په راتلونکو پنځو کلونو کې دوه میلیارده ډالر ددې لپاره ورکړي چې د افغانستان د سرحدونو په اوږدو کې د طالبانو په خلاف جنگ وکړی.

داسې ښکاري چې پاکستان سره د امریکا د دې مرستې هدف دادی چې د دواړو ملکونو تر منځ هغه خفگان رفع شي چې د پاکستاني قواو په یوه سرحدي پوسته باندې د امریکايي قواو د یوې هوايي حملې نه وروسته را پیدا شوی دی.

همدا راز په قباېلی سېمو کې د طالبانو پر خلاف راسا د جنگ څخه د ډډې کولو له امله د امرېکا د حکومت حوصله تنگه شوې ده او د دواړو خوا تر منځ تشنج زیات شوی دی.

د سپینې ماڼئ ویاند رابرټ گیبز پرون وویل چې اوس پاکستان پوره پوره کمک کوي او ددې غونډې په دوران کې به امریکايي ماموران پاکستان ته په ډاگه ووايي چې څه باید نور هم وکړي.

نن د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما هم د افغانستان او پاکستان په اړه په سپینه ماڼئ کې د خپلو مشاورانو سره غونډه کوي.

XS
SM
MD
LG