د لاس رسي وړ اتصالات

'سي آی اې: د حقاني له ډلې سره خبرې واقعیت نلري'


Seorang wanita menyalakan lilin dalam acara untuk memperingati dua tahun bencana tsunami dan gempa bumi di Tokyo. Gempa bumi dan tsunami 11 Maret 2011 menewaskan hampir 19.000 orang di Jepang.
Seorang wanita menyalakan lilin dalam acara untuk memperingati dua tahun bencana tsunami dan gempa bumi di Tokyo. Gempa bumi dan tsunami 11 Maret 2011 menewaskan hampir 19.000 orang di Jepang.

واشنگټن پوست لیکي د امریکا د استخباراتو رئیس د هغو رپوټونو په ځواب کې غږیدلی چې وايي پاکستاني چارواکي کوښښ کوي د افغانستان او د سراج الدین حقاني د ډلې تر منځ په کابل کې د قدرت د شریکولو په سر روغه جوړه وکړي.

واشنگټن پوست د دوشنبی په ورځ ليکي چې د امریکا د استخباراتو رئیس لیون پانېټه د یکشنبی په ورځ ووېل چې دامرېکا چارواکېو په دې برخه کې کوم باوری معلومات ندی ترلاسه کړی چې په افغانستان کې یاغی ډلې له پخلاینې سره دلچسپي لري.

هغه دا معلومات بابیزه وگڼل چې وايي د یاغیانو یو غټ مشر دا منلې ده چې د پاکستان په وساطت له افغان حکومت سره یوې روغې جوړې ته ورسیږي.

واشنگټن پوست لیکي چې لېون پانېټه وايي : موږ داسی شواهد ندی لېدلی چی هغوی دې په رښتیا له دې سره علاقه ولری چې خپلې وسلی په زمکه کیږدي، له القاعده سره دې اړېکی وشلوی او کوشش دی وکړی چې د خپلې ټولنی په سېاسی بهېر کې برخه واخلی.

ورځپاڼه لیکی چې دامرېکا داستخباراتو مشر لېون پانېټه داخبری، دامرېکا له تلوېزېون ABC's سره وکړلی. هغه ووېل دده نظردادی چې ترڅو پورې هغوی په دې قانع نشی چې امرېکا به ېې ترېنه وگټی او دوی به په دې جگړه کې مات شی؛ نوزه فکر کوم چې دابه ډېره گرانه وی چې د پخلاېنی پروگرام پرمخ ولاړشی او هغه دې ېوبامقصده کار و گڼل شی.

واشنگټن پوست لېکی چې لېون پانېټه دهغورپوټونو په ځواب کې داخبری کولی چې وايي د پاکستان داستخباراتو او پوځ معتبر چارواکی کوشش کوی چې د افغانستان او د سراج الدېن حقانی دډلی ترمنځ چې له القاعده سره تړاولری، په کابل کې دقدرت د شرېکولو ېوه روغه جوړه ترسره کاندی. لېون پانېټه په عمومی ډول داخبره وکړله چې دافغانستان ېاغی ډلو په رېښتېنی ډول کومه علاقه او نښه نده ښودلی چې د سولی په خبرو کې برخه واخلی.

ورځپانه لېکی چی داوباما اداری هرو خت داخبره کړېده چې دا جگړه به دېوې سېاسی روغی جوړی په واسطه پاېته ورسېږی؛ نسبت دېته چې په نظامی جگړه باندی پاېته ورسېږی. په دغه اداره کې اوس په تدرېج سره دمنښت منځته راځی چی له ېاغې ډلو سره خبری وشی. خو داوباما داداری غټو چارواکېو پاکستان او حآمد کرزی ته خبرداری ورکړېدی چې واشنگټن د حقانی له ډلې سره خبری ممنوع گڼی. که چېری د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دې برخه کې دروغی جوړې کومه معامله وشی نو دابه د د ښاغلی کرزی او امرېکا ترمنځ فاصله پېدا کاندی او د حقانی ډله به چې له پخواراهېسی د پاکستان لپاره ېوه سېاسی سرماېه ده ، بېرته په سېاسی لحاظ خپل پخوانی مقام ته ورسېږی او دافغانستان په سېاسی بهېر کې برخه واخلی.

واشنگټن پوست په پاې کې لېکی چې دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما دېکشنبی په ورځ ووېل چې اوس له وخته مخکی خبره ده چې اېا د پخلاېنی او په ټولنه کې د ېوځای کېدنی هڅی به کامېابی شی او که نه. زه فکر کوم چې دې هڅو ته اوس د شک په نظر کتل کېدلی شی؛ خو په خلاص نظر هم ورته کتل کېدلی شی. هغه داخبری په کاناډا کې د جی شل هېوادونو د کنفرانس په پاې کې په ېوه خبر ی کنفرانس کې وکړلی.

له بلې خوا، امریکا جمهوررئېس براک اوباما د افغانستان د اېنده په باب د ډاډ ورکولو پر وخت ووېل چې افغانستان ددې ارزښت لری چې دداسی هېوادونو لکه کاناډا له خوانه فو ق العاده قربانی پرې ورکړل شی.

د سټار ویب سایټ خپرونه لیکي چې د امریکا جمهوررئېس براک اوباما دکاناډا په ټورانټو کې د جی شل هېوادونو په پاې کې په ېوه خبری کنفرانس کې داخبری کولی. هغه دافغانستان د شخړې په باب چې اوس دامرېکا تر ټولو اوږده جگړه بلل کېږی، ډېره واضحه ارزېابی وړاندی کړله. هغه ووېل چې ځانی تلفات ددې لپاره ضروردی چې نه ېوازې دافغانستان له خلکو سره د امنېت په راوستلو کې مرسته وشی، بلکه دغربی هېوادونو امنېت هم تامېن کړی شی.

XS
SM
MD
LG