د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکايي خبریال د بند حکم ورکړ


جایسن رضایان تېرکال د ایران پر ضد دجاسوسۍ په تور په تهران کې ونیول شو، خو د هغه کورنۍ دا تورونه ردوي.
جایسن رضایان تېرکال د ایران پر ضد دجاسوسۍ په تور په تهران کې ونیول شو، خو د هغه کورنۍ دا تورونه ردوي.

د ایران دولتي اژانس ارنا د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران یوې محکمې د امریکايي ورځپاڼۍ واشنګټن پوسټ خبریال جایسن رضایان د نامعلومې مودې لپاره په حبس محکوم کړ.

د ایران د قضايي ځواک ویاند غلام حسین محسني اژه اي خبریالان ته وویل "حسن رضایان په بند محکوم شوی دی خو نور جزییات درکولی نشم".

ښاغلي اژه اي وویل چې رضایان ۲۰ ورځې لري چې د محکمې د دغې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي.

رضایان په تهران کې د واشنګټن پوسټ د دفتر مشر و؛ هغه د ایران او امریکا دواړو هېوادونو تابعیتونه لري.

دغه ایرانی الاصله امریکايي د ۲۰۱۴ کال د جولاۍ په میاشت کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو خو واشنګټن پوست او د رضایان کورنۍ دغه تور بي اساسه ګڼي.

XS
SM
MD
LG