د لاس رسي وړ اتصالات

مارکو روبیو: ډانلډ ټرمپ ډېر ماهر تېر استونکی دی


د جمهوري ریاست کاندیدان ډانلډ ټرمپ او مارکو روبیو، د ټکساس د ایالت په هیوسټن کې، د فبروري د شپاړسمې په مناظره کې همزمان خبرې کوي

د جمهوري ریاست کاندیدان ډانلډ ټرمپ او مارکو روبیو، د ټکساس د ایالت په هیوسټن کې، د فبروري د شپاړسمې په مناظره کې همزمان خبرې کوي

ډانلډ ټرمپ: خلک نور له هغو سیاستوالو نه بیزار دي چې خبرې کوي، خو عمل نه کوي. موږ به امریکا بېرته ستر هېواد کړو.

امریکایان به په راتلونکیو څو ورځو کې په ښه توگه په دې پوه شي چې ددواړو گوندونو یعنې جمهوري غوښتونکي او دموکرات گوند کاندیدان به د سږکال د جمهوري ریاست لپاره څوک وي.

د سه شنبې ورځ د مارچ ا وله د امریکا په ټاکنو کې د غټې سه شنبې یا سوپر ټېوزډې په نامه شهرت لري. په دغه ورځ تقریبا ١٣ ایالتونه په مقدماتي او گوندي ټاکنو کې برخه اخلي.

ډانلډ ټرمپ د نیوجرزي له والی کریس کریسټی سره د فبروری په ٢٦ مه په انتخاباتي مبارزه کې

ډانلډ ټرمپ د نیوجرزي له والی کریس کریسټی سره د فبروری په ٢٦ مه په انتخاباتي مبارزه کې

دغټې سه شنبې انتخاباتي مبارزې کولی شي چی جمهوري غوښتونکي ډانلډ ټرمپ ته د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د نوماندۍ لاره اواره کړي. هغه په یوه انتخاباتي مبارزه کې وویل" خلک نور له داسې سیاستوالو نه بېزار دي چې خبرې ېې شته خو عمل ېې نشته. موږ به دا انتخابات وگټو او له امریکا نه به بېرته یو ستر هېواد جوړکړو."

په همدې توگه هیلري کلنټن هم په غټه سه شنبه کې د دموکرات گوند د امکاني نوماندې په توگه را څرگندیدلی شي. هغې وویل سر له سبانه به زموږ انتخاباتي مبارزه نوره په ملي کچه وي.

د دموکرات گو ند بل کاندید او دهېلري کلنټن سیال سناتور برني سنډرز، په دې ټینگار کوي چې دا انتخاباتي مبارزه لا پایته نده رسېدلې. هغه د تل په څېر د امریکا دمنځنۍ طبقی لپاره په خپل دریځ او پیغام ټینگ ولاړ دی.

ډموکرات کاندید برنی سنډرز له خپلې مېرمنې سره په یوه انتخاباتي مبارزه کې

ډموکرات کاندید برنی سنډرز له خپلې مېرمنې سره په یوه انتخاباتي مبارزه کې

د دموکرات کاندید برنی سنډرز پیغام دادی چې ددې هېواد منځنۍ طبقه ورځ په ورځ نوره هم له اقتصادي اړخه کمزورې کېږي، ددې هېواد تقریبا ټوله نوې شتمني، په سلو کې یو فیصد خلکو ته روانه ده.

جمهوري غوښتونکي کاندید سناتور مارکو روبیو پر ډانلډ ټرمپ خپلې نیوکې زېاتې کړې دي. هغه وايي ډانلډ ټرمپ به هېڅکله د جمهوري غوښتونکي گوند نوماندي ونه گټي. د جمهوري غوښتونکي گوند کاندیدان هېله من دي چې د ډانلډ ټرمپ پر مختگ یا په ټپه ودروي او یاېې سوکه کاندي.

جمهوری غوښتونکی کاندید مارکو روبیو د فبروری په ٢٧ مه په انتخاباتی مبارزه کې

جمهوری غوښتونکی کاندید مارکو روبیو د فبروری په ٢٧ مه په انتخاباتی مبارزه کې

سناتورمارکو روبیو ډانلډ ټرمپ ته د خپلو خبرو په ترڅ کې داسې اشاره وکړله " موږ به دېته اجازه ورنکړو چې د ریگن، ابراهام لنکن او د محاف‍ظه کارانو دا گوند، د یو داسې شخص له خوانه د خپلو گټو لپاره وکارول شي چی په تېرایستلو کې اوله درجه مهارت لري".

څومره چې په غټه سه شنبه یا سوپر ټېوزډې کې د نوماندۍ لپاره انتخاباتي سیالۍ زور اخلي، نود انتخاباتي سیالانو ترمنځ نیوکې او ناندرۍ هم زېاتېږي.

ډانلډ ټرمپ د مارکو روبیو په برخه کې وايي" روبیو هېڅ ندي گټلي، هغه په فلوریډا کې د ېوې ډېرې عادي وظیفې لپاره هم نشي انتخابیدلی؛ خلک په فلوریډا کې له هغه نه کرکه لري.

پر کاندید ډانلډ ټرمپ باندې له جمهوري غوښتونکیو نه پرته ډموکراټان هم ډېرې کلکې نیوکې کوي، هېلري کلنټن چې په جنوبی کرولاینا کې مقدماتي ټاکنې وگټلې نو اوس ېې دخپل پېغام مخه د عمومي انتخاباتو په لور اړولې ده.

ډموکراته کاندیده هېلری کلنټن په جنوبی کرولاینا کې وینا کوي

ډموکراته کاندیده هېلری کلنټن په جنوبی کرولاینا کې وینا کوي

دموکراته کاندیده هېلري کلنټن د ډانلډ ټرمپ په برخه کې وايي" موږ دېته اړنه یو چی له ا مریکا نه بیرته ستر هېواد جوړ کړو، امریکا هروخت ستر هېواد و او دا بهېر هېڅکله ندی تم سوی. خو موږ دېته اړیو چې امریکا یو موټی او متحده کړو. ددې په ځای چی دیوالونه او موانع جوړکړو، پکارده خنډونه له منځه یوسو".

رپوټ وايی که د جمهوري غوښتونکي کاندید ډانلډ ټرمپ ستاینه وشي، که پرشخصیت ېې کلکې او تېرې نېوکې وشي او که په خبرو ېې ملنډې ووهل شي؛ له دې ټولو سره سره هغه د رسنیو په سرټکو کې یادېږي او د متحده ایالاتو د سیاست په ډگر کې پر هغه خورا ډېرې خبرې کېږي.

کاندید ډانلډ ټرمپ به په غټه سه شنبه یا سوپر ټېوزډې یو ځل بېا له غټ ازمېښت سره د نورو په څېر مخا مخ شي.

XS
SM
MD
LG