د لاس رسي وړ اتصالات

په آینده کې به کوم هېواد ډیره انرژي تولیدوي


 دغه تصویر له ناسا نه د سږکال د جنوري په شلمه اخیستل شوی دی او څرگندوي چی له ١٨٨٠ نه را په دې خوا ٢٠١٥ کال تر ټولو تود کال و.
دغه تصویر له ناسا نه د سږکال د جنوري په شلمه اخیستل شوی دی او څرگندوي چی له ١٨٨٠ نه را په دې خوا ٢٠١٥ کال تر ټولو تود کال و.

دیموکرات سناتور شېلډن وایټ هاوس وايي ٢٠١٥ کال ترټولو تود کال و او دا یو حقیقت دی

په داسې حال کې چې واشنگټن د غښتلي واورین توپان نه دراوتلو په حال کې دی، په کانگرس کې به په دې اونۍ کې د اقلیم د بدلون په برخه کې تود بحث وشي. د متحده ایالاتو په سنا کې به دانرژۍ د سکتور په عصري کولو او اصلاحاتو باندې هم غور وشي.

بل پلو، د متحده ایالاتو د تیلو په صادراتو باندې بندیز لېرې شوېدی نو له دې امله به د طبیعی گازو د صادرولو په اسانتیاو هم بحث وشي.

جمهوری غوښتونکې سناتوره لیسا مرکوسکي وايي " زموږ په هېواد کې د انرژۍ انقلاب منځته راغلی دی."

سناتوره مرکوسکي چی د سنا د انرژۍ دکمېټی رئېسه هم ده، په دې برخه کې نور غړي دېته هڅوي چې یوه مشترکه دوه گوندي قانوني مسوده منظور کړي.

سناتوره مرکوسکي وايي دابه به په دې کې مرسته وکړي چی امریکا نوره انرژي تولید کړي، او د انرژۍ بیه راښکته شي. موږ په دې موافقه کړېده چی د مایع طبیعی گازو صادرات زیات شی چی له یوې خوانه زموږ له اقتصاد سره مرسته وکړي اوله بل پلوه زموږ د متحدینو له امنیت سره هم مرسته وکړي. هغې وویل چې دانرژۍ د پاکو او بیا تجدیدکیدونکیو منابعو د پرمخ بیولو په برخه کې هم هڅې روانې دي.

ددغې قانوني لایحې بل مقصد دادی چی د انرژۍ دطبیعی منابعو لکه تیلو، د ډبرو د سکرو او گازو د صنعت ملاتړ کوونکي قانع شي.

جمهوري غوښتونکي سناتور جان هووېن وویل موږ په نړۍ واله کچه له دې مبارزې سره مخامخ یو چی په آېنده کې کوم هېواد ډېر تیل او گاز تولیدوي. اوپیک، روسیه او د وېنیزو ویلا په څېر هېواد به وي او که موږ.

په عین وخت کې ددې قانوني لایحې یو مقصد داهم دی چی د کانگرس دهغو غړيو ملاتړ ترلاسه کړي چی داقلیم بدلون ته اندېښنه لري. دیموکرات سناتور شېلډن وایټ هاوس وايي ٢٠١٥ کال ترټولو تود کال و او دایو حقیقت دی.

ولسمشر براک اوباما وویل " موږ د بهرنیو تیلو واردول ٦٠ فیصده کم کړل. دکاربن تولید موهم ترنورو هیوادونو کم کړیدی. یوگیلن تېل له دوه ډالرونه کم دي".

متحده ایالات د اقلیم د بدلون په یوه نړۍ واله رسمي موافقه کې ژمن هیواد دی، له همدې امله ولسمشر براک اوباما غواړي خپل هېواد په آینده کې د پاکې انرژۍ په لور روان کړي.

ولسمشر براک اوباما په دې برخه کې وویل " موږ به نوي کارونه منځته راولو، پېسې به و سپموو، او نړۍ به خوندي وساتو. داهغه ډول راتلونکې ده چی زموږ ماشومان او لمسیان ېې مستحق دي".

خو جمهوري غوښتونکي په دې نظر دي چی ولسمشر اوباما په کانگرس کې د دوی هڅې له نظره غورزولې دي.

د متحده ایالاتو، د سنا د انرژۍ د کمېټې رئېسه، جمهوري غوښتونکې سناتوره لیسا مرکوسکي په دې نظر ده چې ولسمشر اوباما په یو اړخېز ډول د هېواد د انرژۍ پالیسي جوړوي، او د هغه دغه یو اړخیز مقررات د اینرژۍ سکتور ته گواښ پېښوي.

په متحده ایالاتو کې ډېرې کمپنۍ په دې هېواد کې داینرژۍ د اینده لپاره خپل نظریات لري او مبارزه ورته کوي. دا به په راتلونکیو شپو ورځو کې معلومه شي چی ایا په سیاسي لحاظ ویشل شوی کانگرس به داسې کومه قانوني لایحه منظور کری شي او که نه چی ولسمشر اوباما پرې لاسلیک وکړي.

XS
SM
MD
LG